دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 79151
د بلخ مرستیال والي: امنیتي مسوولین ونه توانیدل پرما د انتحاري حلمې مخنیوی وکړي

د بلخ د والي مرستیال "ظاهر وحدت" وایي؛ که څه هم پر ده د پرونۍ انتحاري حملې په اړه له مخکې نه استخباراتي معلومات موجود وو؛ خو په وینا یې، امنیتي مسوولین و نه توانیدل د دې پيښې مخنیوی وکړي.
ده دا څرګندونې نن په مزار شریف کې یوې خبري غونډې ته وکړې.
د بلخ د والي پر مرستیال پرون د مزار شریف په ښار کې انتحاري حمله وشوه.
په دې پيښه کې ده ته کوم زیان ونه رسید؛ خو دوه ملکیان په کې ووژل شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca66n0.49nom1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته