دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 80720
پنځه تنه وسلوال په میدان وردک کې ژوبل شول

په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دوی یو بل قوماندان ژوندی نیول شوی دی .
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د میدان وردګو ولایت په جغتو او نرخ ولسوالیو کې تېره شبه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي،دوه ټپیان دي او یو بل طالب قوماندان د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی نیول شوی دی .
په نرخ ولسوالۍ کې د کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه یې ترسره کړي،درې وسله وال طالبان ملا متین چې مشهور په شغالي وو.
قاري نصرت الله او یو بل ملګری وژل شوي دي او همدا راز په دغه عملیاتو کې د دوی دوه نور کسان ټپیان شوي دي .
به همدې حال کې په جغتو ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان ملا فرید له ټپي کېدو وروسته ژوندی نیولی دی .
سپه ورته وخت کې د مرکز میدان ښار په ممي خیلو سیمه کې هغه مزائیل چې د وسله والو طالبانو له لورې په مرکز میدان ښار د توغولو په موخه ځای پرځای شوې وه، د یوه هوایي برید په ترڅ کې لمنځه یوړل شوه .
به ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdce7f8v.jh87wi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته