دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 81249
د زون په کچه ديوناما دسياسي څانګې مشرې دخوست ولايت څخه ليدنه وکړه
دسويل ختيځ زون په کچه ديوناما دسياسي څانګې مشرې اغلې کينک ينگ ګيو په مشرۍ ديوناما دبېلابېلو څانګو مسوولينو دخوست ولايت څخه ليدنه ترسره کړه.
د افغان غږ  آژانس د رپوت له مخې، لومړى يې په ولايت مقام کې دخوست والي عبدالجبارنعيمي سره په دغه ولايت کې دعمومي حالت ،امنيت ،دسولې اوملي پخلاينې دروانې پروسې ،ټاکنو ،دخلکو دغوښتنو او اړتياوو په اړه بشپړې خبرې وکړې.
خوست والي له راغلي پلاوي سره په دغه ليدنه کې وويل چې په خوست کې دولسي همکارۍ او دولايتي ادارې داغيزمنو کړنو په پايله کې امنيت حالت ډاډمن او دهراړخيزه پرمختګ لپاره زمينه مساعده شوې ده ،نوموړي وويل همدا لامل دى چې ددغه سرحدي ولايت په ولسواليو اولرې پرتو سيمو کې دخلکو همکاري له دولت سره زياته او دخاموشي سولې بهيرچټک شوى دى.
نعيمي زياتوله اوس په خوست کې دولتي حاکميت ټينګ اولايتي اداره په دې توانيدلې چې ددغه ولايت تر لرې پرتوسيمو پورې دخپلو امکاناتوپه حدودو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي اوهم دټولو ملي پروسو اوبهيرونو په تړاو دعامه پوهاوي اغيزمن پروګرامونه ترسره کړي ،چې په دغه کارسره دخوست ولايت زياتو اوسيدونکو نارينه اوښځينو درايې کارتونه ترلاسه کړي او هوډ لري چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
دخوست والي په خبره که چيرې دمرکزي وزارتونو اونړيوالو مرستندويه ټولنو په ځانګړې توګه دملګرو ملتونو دسازمان دکورنۍ دټولو مرستندويه بنسټونو پام خوست ولايت ته زيات شي اوپه دغه ولايت کې دخلکو شته غوښتنو ته اساسي توجه وشي ،دلازيات پرمختګ دروازې به پرانيستل شي اوپه دې سره به په امنيتي ،اقتصادي ،تجارتي اوسياسي لحاظ دهېواد نورو ولايتونو ته هم ګټه ورسيږي.
عبدالجبارنعيمي دملګرو ملتونو دسازمان اوټولوهغه مرسته کوونکو څخه مننه وکړه چې دخوست دادارې او خلکو سره دپرمختګ اودخلکو دستونزو په هواري کې همکاري کوي.
دزون په کچه ديوناما دسياسي څانګې مشرې اغلې کينک ينګ ګيو په خوست کې دپرمختګ ،بيارغونې ،ولسي همکارۍ دجلب او عمومي وضعيت دښه ووالي لپاره دخوست دادارې درهبرۍ روانې کړنې وستايلې او په خوست کې يې دولايتي ادارې تګ لارې دولس اوراتلونکې په ګټه يادې کړې.
اغلې کينک ينګ وويل چې دخوست دادارې اولسونه غوښتنې به ترخپلو لوړو مقاماتو او مرستندويه بنسټونو پورې ورسوي اوهم به  دتيرپه شان دخوست دخلکو سره دپرمختګ اوښې راتلونکې لپاره کار وکړي.خوست والي ته يې په دغه ليدنه کې ديوناما په استازيتوب دهراړخيزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb95bw.rhb8ap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته