دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 83980
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ماین چاودنې درې ملکیان ووژل
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر یو سراچه موټر د ماين چاودنې درې ولسي وګړي ووژل او يو بل يې تپي کړ.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل آزادي راډيو ته وویل چې؛ دغه پيښه نن يوولس بجې د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله شوې ده.
جاويد فيصل وایي، په دې پيښه کې يوه ښځه او دوه نارينه وژل شوي او يو بل نارينه ټپي شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfx1dc.w6dmcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته