دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۳۴
د مطلب کود : 84267
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په بلخ کې پر ۵۰۰ کورنیو ژمنۍ مرستې وویشلې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ نن په بلخ ولایت کې شاوخوا پنځو سوو کورنیو ته ژمنۍ مرستې وویشلې.
په شمال کې د کډوالو د عالی کمشنرۍ ویاند فهیم همدرد آزادي راډیو ته وویل؛ دا مرستې هغو کورنیو ته ورکړل شوي چې؛ له سرپل او فاریاب څخه د نا امنیو له وجې بلخ ته کډه شوي دي.
ده وویل، په دې مرستو کې خوراکي مواد، د ګازو ډبې، سولر او ځینې نور شیان شامل دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefw8v.jh8epi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته