دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۴۲
د مطلب کود : 84664
دفاع وزارت: هېڅ افسر د کوم کاندید په پلوۍ یا په ضد د تبلیغ اجازه نه لري
د افغانستان د دفاع وزارت خپلو ټولو قواوو ته سپارښتنه کړې چې؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پلان سره سم ولایتونو ته د دغه کمیسیون د اړتیا وړ موادو د انتقال په برخه کې همکاري وکړي.
د دفاع وزارت له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې ددغه وزارت هیڅ لوړ یا ټیټ رتبه افسر د جمهوري ریاست د کوم کاندید په پلوۍ یا په ضد د تبلیغ اجازه نه لري.
په اعلامیه کې دغه راز د دفاع وزارت پر منسوبینو غږ شوی چې؛ له خپلو تجهیزاتو او امکاناتو څخه دې د کوم کاندید په ګټه یا ضد کار نه اخلي.
نن په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د جمهوري ریاست کمپاینونه په رسمي ډول پیل شوه. دغه کمپاینونه به پوره دوې میاشتې یانې د حمل د میاشتې تر دیارلسمې پورې دوام وکړي.
د ولسمشرۍ او ولایتې شوراګانو انتخابات به د حمل په شپاړسمه نېټه کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjvdc.w6djvaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته