دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 85323
ننګرهار: په ګډو پوځي عملیاتو کې ۱۹ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي
افغان او نړیوالو ځواکونو د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نوولس وسله وال مخالفین وژلي او دوه یې ټپيان کړي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱سیلاب قول اردو د لومړی لوا د کمانډو کنډک مطبوعاتي مسوول احمد جاوید سلیم ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ دغه عملیات کمانډو ځواکونو پرون سهار پيل کړي وو؛ چې تېره شپه پای ته ورسیدل.
دی وایي، په دې عملیاتو کې د مخدره موادو ضد د مبارزې او آیساف ځواکونو هم برخه لرله.
نوموړي وویل چې، په دې عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپلو اوو تنو ملګرو وژل او شپږو ټپي کېدل منلي، خو وایي چې، په دې عملیاتو کې د دوی ملګرو یولس تنه امنيتي ځواکونه هم وژلی دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcippav.t1awr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته