دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۳۸
د مطلب کود : 86848
ناتسینیوک: روسیه دې خپل ځواکونه له اوکراینه وباسي
د اکراین صدراعظم ارسینای یاتسینیوک وایي، دوی فاجعې ته نژدې دي او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه یې وغوښتل چې خپل ځواکونه له اکراینه وباسي.
هغه داخبره نن په کییف کې خبریالانو ته وکړه او ویې ویل چې، د روسیې اقدامات یې هیواد ته د جګړې د اعلانولو معنی لري.
"دا جدي خبرداری دی. خبره د ګواښ نه ده دا په حقیقت کې زما له هېواد سره د جګړې اعلان دی. موږ د روسیې له ولسمشرولادیمیر پوتین څخه غواړو چې خپل ځواکونه بېرته په شا کړي او پرخپلو نړېوالو تعهداتو او همداراز دوه اړخیزو او څواړ خیزو موافقو چې دروسیې او اکراین ترمنځ لاسلیک شوي؛ وفا وکړي."

د اکراین صدراعظم دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې؛ د روسیې پارلمان په اکراین کې د روسي ځواکونو ځای پرځای کول تصویب کړل؛ چې دې کارکییف دې ته اړکړچې خپل ټول احتیاطي ځواکونه راوغواړي.
د اکراین د ملي امنیت او دفاعي چارو د شورا رییس انډرې پاروبې وویل؛ دغې شورا نن یکشنبې د دفاع وزارت ته امر وکړ چې؛ ټول هغه احتیاطي وسله وال ځواکونه راوغواړي؛ چې نن ورځ اکراین ورته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې، د دغو ځواکونو منسجم کول به د اکراین د امنیت او مځکنۍ بشپړتیا د خوندي کولو خبره یقیني کړي.
پاروبې دغه راز وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت ته امر شوی چې؛ له امریکا او بریتانیا څخه د اکراین د امنیت د خوندي کولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړي.

له بلې خوا روسیي رسنیو راپور ورکړ چې؛ په کریمیا کې هغو ځواکونو چې ځان د سیمې مدافع ځواکونه بولي؛ د اکراین پوځي تاسیسات ترخپل کنټرول لاندې راوستي دي.

ایترتاس خبري اژانس وایي، یو زیات شمېر پرسونل چې د کییف له سیاستونو خوښ نه دي؛ خپلې استعغاوې لاسلیک کوي؛ یوشمېر نورو اعلان کړی چې، د کریمیا د مدافع ځواکونو د امر د ځای پرځای کولو لپاره تیار دي.

د ځانه د دفاع ځواکونه هغو ځواکونو ته ویل کیږي چې؛ له پنجشنبې راهیسې په کریمیا کې راښکاره شوي؛ نشانونه یا نوري پوځي علامې نه لري او داسې انګیرل کیږي چې؛ دوی به په دغې ټاپووزمه کې د روسیې د ځای پرځای شوي پنځلس زره کسیز ځواک غړي وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbwwbw.rhb0ap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته