د میدان وردګو ولایت په چک،سیداباد،جغتو او جلریز ولسوالیو کې تېره ورځ د بېلابېلو پېښو پرمهال اولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو لخوا د توغول شوي توغندي د لګیدو له امله یوه میرمن په شهادت رسیدلې ،یوې نولس کلنې انجلې په ګډون درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.
همدا راز په جغتو،چک او سیداباد ولسوالیو کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي،چې په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د دغه نښتو په ترڅ کې د ملي اردو یو سرتېری هم شهید او پنځه نور ټپیان شوي دي او د دغه نښتو په ترڅ کې له وسله والو مخالفینو څخه زیات شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي .
دا په داسې حال کې ده،چې تېره ورځ په دغه ولایت کې د رایې اچونې د بهیر په ترڅ کې د تقلب په تور د دوو امنیتي منسوبینو په ګډون اته تنه ونیول شول .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)