دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 89347
د امریکا پوځ د کندهار د دهلې بند نژدې ۸ متره لوړوي
تاند- د امریکا د پوځ انجنیرانو د کندهار د دهلې بند نژدې ۸ متره (۷.۶) لوړوي.
دا بند، چې په ۱۹۵۲ میلادي کال د کندهار د مځکو د خړوبولو لپاره جوړ شوی، د څو لسیزو جګړو له کبله یې اوبلارې (د اوبه لګونې کانالونه) ویجاړې شوي او یا د بې پروايي او نه استفادې له کبله په ورانې شوي دي.
له بلې خوا په بند کې خړه کوټه شوې او په هغه کې د زېرمه کېدونکو اوبو ظرفیت لږ شوی دی خو د امریکا د پوځ انجنیران غواړي چې شاوخوا یې څه باندې اووه نیم متره لوړه کړي چې زیاتې اوبه پکې زېرمه شي.
د امریکا د اوبو برېښنا (Water Power Magazine) مجلې د راپور له مخې د متحدو ایالتونو د پوځ انجنیران غواړي چې دا بند په دوو پړاوونو کې بشپړ کړي.
په دې پروژه کې، چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۵ کال تر جولای پوري بشپړه شي، د یوې نوې دروازې او یوه تونل جوړېدا هم شامله ده خو ټول کارونه به یې په ۲۰۱۷ کې بشپړ شي.
د دغه بند په شاوخوا کې بې شمېرې ماینونه اېښودل شوي و چې د امریکا پوځ پاک کړي او خپلو انجنیرانو ته یې لاره پرانستې چې هلته کار پیل کړي.
په تېرو کلونو کې کاناډايي پوځ پر دهلې تر سل ملیونه ډالره زیاتې پیسې ولګولې خو د هلمند او د کندهار د ارغنداب اوسېدونکي وايي چې له دهلې څخه دېرش فیصده استفاده هم نه شي کولی.
ویل کېږي چې د کاناډايي پوځیانو زیاتې پیسې د بند لپاره پر امنیتي پوستو ولګېدې او یوه بله برخه یې ناپاکو جېبونو ته ولوېده.
که د دهلې بند ظرفیت لوړ کړای شي د ارغنداب اوبلارې (کانال) د جنوبي ارغنداب اوبلارې، بابا ولي، جنوبي او شمالي ترنک اوبلارو ته به پرېمانه اوبه برابرې کړي. او د دې ترڅنګ به یوه اندازه برېښنا هم تولید کړي.
د راپورونو له مخې د دهلې بند حاضردمه ۹۸۰۰ ایکړه مځکه خړوبوي خو که ظرفیت یې لوړ شي ۱۵۰۰۰۰ ایکړه مځکه به خړوبه کړي.
دا بند به دغه راز د کندهار ښاریانو ته، چې د احصاییو له مخې د پنځه لکه او ۸ لکو ترمنځ دي، د څښاک اوبه برابرې کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciypav.t1a3526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته