د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د استوګنې پر یوه کور باندې د طالبانو لخوا د توغندي هغه برید په کلکو ټکو وغانده چې له امله یې د یوې کورنۍ دوه غړي شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي.
د غزني د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په ماښام تر روژه ماتي، شیبه وړاندې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ پر یوه کور د طالبانو لخوا د هاوان یوه توغول شوې مرمۍ راپریوته چې له امله یې یوه ښځه او یو ماشوم و وژل شول او درې نور ماشومان ټپیان شول.
جمهوررئیس کرزي د دغه برید د غندلو په ترڅ کې وویل چې د استوګنې پر کورونو هیڅ ډول برید د توجیه وړ نه دی او هغه کسان چې د روژې په دغه مبارکه میاشت کې په دا ډول غیر انساني او غیر اسلامي اعمالو لاس پورې کوي د اسلام دښمنان او د پردیو نوکران دي.
د هېواد جمهوررئیس د دغه برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس