دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 94767
د کابل د ارغندې چوک په سیمه کې لګېدلی اور مهار شو
چارواکي وايي د کابل د ارغندې چوک په سیمه کې له پرون شپې راهیسې اورلګیدنه پای ته رسیدلې.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل؛ دا اورلګیدنه د پرون شپې له لس نیمو بجو پیل او نن لس بجې پای ته ورسیده چې؛ په نتیجه کې یې د تیلو نږدې څلور سوه ټانکرونه وسوځېدل.
ښاغلی ستانکزی وايي، کیدای شي په دې پيښه کې ځاني تلفات هم اوښتي وي؛ خو تر اوسه یې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، یو ټیم یې ګمارلی څو د دې اورلګیدنې د علت په اړه تحقیقات وکړي.
له بلې خوا وسله والو طالبانو ازادي راډيو ته په یوه رالیږلي اعلامیې کې ادعا کړې ده چې دوی د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر تمځای حمله کړې ده او یو شمیر کسان یې وژلي هم دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdca00no.49nyi1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته