دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 98319
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ۷۲ باطل شویو محلونو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د دوه اویا هغو محلونو څخه چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا باطل اعلان
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د دوه اویا هغو محلونو څخه چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا باطل اعلان شوي وه، دوه محلونه بیرته د اعتبار وړ اعلان کړل.
دغه پریکړه د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په شپږمې علني غونډه کې و شوه.
د یاد کمیسیون ویاند نادر محسني نن خبریالانو ته وویل؛ چې په دې برخه کې اته ویشت شکایتونه د تحول او تدام د ټیم له خوا ثبت شوي وو.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د معلوماتو له مخې، د یاد کمیسیون د علني غونډو له پیلیدو راهیسې تر اوسه د ۴۹۷ محلونو رایې باطل اعلان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwxnw.23n6zdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته