دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 99585
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او سیداباد ولسوالۍ کې د ۶بېلابېلو غونډو په ترڅ کې چې په ټولیز ډول زرګونو کسانو په کې ګډون کړی وو،ولسونو ته د برېښنا په اړه عامه پوهاوی ترسره شوو.
دغه غونډې،د مرکز میدان ښار په زراعت انستیتو ت او د سیداباد ولسوالۍ په مقام او یداباد،انصارالله،شیخ اباد او خالید بن ولید ښوونځیو کې ترسره شوې.
د غونډې کډونوالو ته د ګمارل شوې ډلې لخوا د برېښنا د ارزښتونو،پلانونو او په دغه برخه کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل شول،چې په کې په ارغندې او سیداباد ولسوالۍ کې د برېښنا کوټ جوړېدول هم شامل وو.
دوی زیاته کړه،د سیداباد په حیدرخیلو سیمه کې د برېښنا کوټ د جوړېدو له امله،چې چارې دمګړۍ روان دي،د یادې ولسوالۍ زیاتې برخې به د برېښنا له نعمته برخمن شي .
د دوی په وینا په ارغندي سیمه کې هم یو بل برېښنا کوټ جوړیږي،چې له امله به یې د مرکز میدان ښار اکثریت سیمو ته هم برېښنا ورکړل شي.
دوی له ولسونو غوښتنه وکړه،چې د یادو برېښنا کوټونو او برېښنایې لاینونو په غځولو کې له دوی سره همکاري وکړي .
ولسونو هم د خپلو خبرو پرمهال ژمنه وکړه،چې د یادو برېښنا کوټونو د جوړولو او لاینونو د غځولو پر مهال به له مسؤلینو سره په بشپړ ډول همکاري وکړي .
د یادونې وړده،چې د یادو برېښنا کوټونو په جوړېدو سره به میدان وردګو ولایت ته ۳۲ میګاواټه برېښنا راشي،چې پر یو مهال به د ۱۲ زره کورنیو ته د برېښنا ورکولو ظرفیت ولري .
ټاکل شوې،د برېښنا کوټونو د جوړولو او لاینونو غځولو چارې د درې کلونو په ترڅ کې په بشپړ ډول پلي شي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د برېښنا شرکت مسؤلینو ته ژمنه ورکړې،چې په امنیتي او نورو برخو کې به ورته بشپړ سهولتونه برابر کړي،ترڅو د دغه ولایت اوسیدونکو ته ژر تر ژره برېښنا وویشل شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdkk0n.yt0nj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته