دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 144169
د پایتخت چاودنی او بیلابیل نظریی
د پایتخت د چاودنو په اړوند چی ډیر مالی او ځانی او روحی درانده خسارات د کابل پرخلګو باندی تحمیل کړ، بیلابیل نظریی شتون لری او په حقیقت کی هر ډله او جناح او یاکوم شخص د پایتخت اخیر پیښی خپل ظن څخه کتلی دی او اوضاع په تحلیل او توضیح لاندی نیسی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، ځینی پوهان، د خارجی ځواکونو ډیروالی د افغانستان او بالخصوص د پایتخت د ناامنی اصلی لامل بولی چی په دی برخه کی ځینی نمایندګانو ته د ملت په کور کی اشاره کولای سو.
د نمایندګانو مجلس ځینی نور غړۍ ټینګار کوی چی ملی اجماع رامنځته کونه موثر نه واقع کیږی، ځکه چی د سیر څخه تر پیازه پوری بدبختی د خارجیانو بالخصوص آمریکایانو له لاسه دی.
دا نمایندګان ټینګار کوی چی د هغه ورځی څخه چی امنیتی پیمان د آمریکا سره امضا سوی دی، ورځ په ورځ د افغانستان خلګو وژنی ډیریږی او ناامنی ګراف هم لوړیږی.
د نمایندګانو مجلس یو غړۍ وایی: دا خارجیان دی چی هره ورځ زموږ هیواد خرابوی، ملی اجماع موثره نه دی، باید د امریکا سفارت په وړاندی خیمه ودرول سی او ددی هیواد څخه پوښتنه وسی امنیتی پیمان د افغانستان خلګو کوم درد درمانوی.
د مجلس بل غړۍ په دی باور دی: د افغانستان ټوله مشکلات آمریکا جوړوی/ منځته راوړی، د تروریستانو ډولونه هم آمریکا افغانستان ته راوړی.
هغه نمایندګان ته په خطاب کی وویل: آمریکا خدای نه دی، راسی چی تصمیم ونیسو د آمریکا سره څرنګه چلند وکړو.
او د مجلس بل غړۍ د ملت په کور کی د همکارانو اظهاراتو په تایید سره داسی باور لری چی افغانستان ددی ورځی دلیل دادی چی موږ ددی پرځای چی پرخدای باندی توکل وکړو، د خدای او رسول دشمن سره مو پیمان تړلی دی او نن د خدای په غضب باندی ګرفتاره سوی یو.
په نتیجه کی، د مجلس بل غړۍ په دی باور دی چی هغه کسان چی د آمریکا د پیمان طرفداره وو او هغه امضا کړ، نن همغه کسان د خپل کار څخه شرمنده دی.
لوړ نظر په افغانستان کی ډیر طرفداره لری، پر یو استدلال باندی هر وخت ټینګار کوی او هغه دا چی خارجیان بالخصوص آمریکایان، په افغانستان کی د ناامنی او پایدارو بحرانونو څخه ګټه پورته کوی؛ نو طبیعی خبره ده چی بحران او ناامنی ډیریږی.
بله ډله ددی ترڅنګ چی د خارجیانو بالخصوص آمریکایانو شتون په افغانستان کی تر پوښتنی لاندی راوړی؛ خو د پاکستان دولت د طرحو او پلانونو څخه هم سترګی نه پټوی او د پاکستان اور او شرارت د افغانستان د ننۍ ناامنیو لامل بولی. بنا پردی، ځینی نمایندګان دا پیشنهاد کوی چی باید د پاکستان آی اس آی غاړه ونیول سی ځکه چی د هغوی په وینا ټوله تروریستان د همدی هیواد څخه افغانستان ته لیږدول کیږی.
لکه څنګه چی پوهیږو پاکستان د ډیر وخت راهیسی د افغانستان دولت او خلګو نیوکی او محکومیت لاندی دی او دا د آمریکایانو او نړیوالو لپاره هم روشانه دی او په همدی دلیل دی چی د افغانستان ډیر خلګ او ډیری تحلیلګران او صاحب نظران د افغانستان په دننه او دباندی کی، د ایالات متحده دولت د افغانستانیانو په وړاندی د پاکستان شرارتونو او خصمانه مواضعو په وړاندی بی تفاوتی او چوپتیا، تر پوښتنی لاندی راوړی دی او دواړه دولتونه په یو کاسه کی بولی!
همدا لوړ نظر د یوبل نظر منځته راوړونکی دی او هغه دا چی آمریکا د پاکستان دولت سره منافعو اشتراک په اساس، کولای سی په افغانستان کی د ناامنیو او بحرانونو رامنځته کولو کی عمده او اساسی نقش ولری او په همدی اساس هم د اسلام آباد دولت سره د افغانستان په وړاندی کوم مشکل نه لری اود هر خطر په رامنځته کیدو سره افغانستان ته افغانستان دولت او ملت پاکستانیانو طرف نیسی او دا ټوله فکرونه په داسی صورت کی دی چی آمریکا د افغانستان دولت سره نظامی راهبردی پیمان امضا کړړی دی او د اصلی محتوایی، د افغانستان دولت او ملت او خاوری څخه دفاع د هر تیری په وړاندی دی.
دا ټوله بالخصوص د آمریکایانو سیاسی دروغ او بی صداقتی ددی لامل ګرځی چی د افغانستان خلګ او پوهان او صاحب نظران دی نتیجی ته ورسیږی چی د آمریکا سره امنیتی پیمان تړل ددی کلونو په لړ کی، نه یواځی د افغانستان دولت او ملت ته کوم ګټه نه دی رسولی؛ بلکه ډیر ضربه او زیان زموږ دولت او ملت د همدی برخی څخه لیدلی دی.
بناپردی، سلیم سیاسی خرد او منطق دا حکم کوی چی د ملی وحدت حکومت سران تر هغه چی د خلګو سره یی فاصله نه یی ډیرسوی اوهم تر هغه چی وطن یی د بیګانه ګانو د لاسوهنو لاندی واقع نه سی، ددی پیمان د لغوی لپاره چی خپله د شرارت سرچینه ده، اقدام وکړی.
https://avapress.com/vdcaiyn6o49ny61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته