دخپریدو نیټه :شنبه ۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 147217
پاکستانی چارواکی او ځان حق ښودنه!

 

د پاکستان پخوانۍ سفیر په کابل کی په دی باور دی چی پاکستان یو آرام او باثباته افغانستان ته اړتیا لری او باید د سولی راوستلو لپاره په افغانستان کی د چین او ایران پر ظرفیتونو باندی حساب وسی.

دا پاکستانی دیپلومات وویل: هم پاکستان اوهم امریکا باید دا حقیقت قبول کړی چی په افغانستان کی د شبه نظامی ډلو فعالیت، په افغانستان او پاکستان کی د بی ثباتی او ناآرامی اصلی لامل دی او ددی مسئلی د حل لپاره باید هڅی په اولویت کی قرار ونیسی.

د پاکستان ځواک قومانده په دی لیدنه کی، د واشنګتن او کابل شک له نظره اسلام آباد هڅو هڅو څخه د تروریسم سره مبارزی په لاره کی، نیوکی وکړی.

رستم شاه مهمند ددی مصاحبی په ادامه کی وویل: پاکستان، امریکا او افغانستان باید د یو بل تورن کولو پرځای، مناسبی تګلاری د شبه نظامی ډلو کسانو راغوښتلو لپاره د سولی و مذاکره ته د کابل دولت سره اتخاذ کړی. سوله په افغانسان کی یواځی د مذاکری له لاری امکان لری.

د پاکستان مخکنۍ سفیر په افغانستان کی دی ته په اشاره سره چی امریکا افغانستان ته نور ځواکونه لیږی، وویل: په افغانستان کی د امریکا نظامی حضور ډیرول د خوښی کار نه دی او هغوی باید وپوهیږی چی طالبان د نظامی ځواک په واسطه نه سو ماتولای.

که د پاکستان دا دیپلمات خبری ته په ښه توګه دقت وکړو، دا ترلاسه کوو چی هغه د طالبانو مشر پرځای ناست او افغان چارواکی سره خبری کوی.

واضح خبره ده چی ددی پاکستانی چارواک موضع ګیری د امریکایانو په اړه باید جدی ونه نیول سی؛ ځکه چی ټوله پوهیږو چی امریکا د پاکستان په شان هم د افغانستان او خلګو لپاره سولی راوستلو ته صادقه نه دی؛ ځکه چی هر دولت دا ثابت کړی دی چی په افغانستان کی د خپل ګټی لټوونکی دی اوګټی توپیر نه لری چی په کوم امنیتی وضعیت سره په افغانستان کی تامین سی.

پوهان په دی باور دی چی امریکا او پاکستان په شان قدرتونه تر هغه ځایه چی یواځی خپل نامشروع او استعماری ګټو په لټه کی دی، نور د هغوی لپاره مهم نه دی چی کوم نظام او دولت په افغانستان کی برقراره وی.

نظام د اسلامی په نامه نظام وی، یو سکولار رژیم وی او یا حتی یو طالبانی دولت یا خلافت داعشی، د هغوی لپاره ارزښت نه لری، بلکه ددوی مقصد د افغانستان په شان هیوادونو کی خپل مقصد ته رسیدل دی.

پوهان په دی نکته باندی توجه ورکوی چی امریکا د ناتو ۴۱ غړیو سره، د ۱۷ کالو په شاوخوا په افغانستان کی درانده نظامی حضور درلودلی دی او لری او لکه څنګه چی امریکا شعار ورکوی چی د یو باثباته افغانستان غوښتونکی دی نو حتما به په دی اوږده موده کی افغانستان او خلګو ته یی یو کار کړۍ وای.

د پوهانو په باور، د پاکستان دولت او په کلی توګه ددی هیواد دولتمردانو کی حاکم نظر د افغانستان په وړاندی، د امریکایی دولتمردانو په شان نظر دی چی د افغانستان او ملت په وړاندی یی لری او ددی کلونو د تجربی په اساس یواځنۍ څه چی پاکستان د افغانستان لپاره فکر نه کوی هغه د یو امن او باثباته ګاونډۍ نه درلودل دی.

بنا پردی، که ددی پاکستانی دیپلمات خبری ته ځیر سو نو وبه مومو چی دا پاکستانی دیپلمات د خپل دولت چارواکو په شان، د حق به جانبه څیره نیولی او د واقعیت نه قبلولو برسیره چی همغه د تروریستانو څخه ملاتړ په افغانستان کی دی، افغانستان او دولت او ملت یی چی د بین المللی تروریزم او همدارنګه د پاکستان شرارتونو قربانی دی، د دیورند خط دواړو لورو کی د تروریزم ملاتړ بولی خو د هغه خبری ځینی مهم ټکی هم په نښه کوی چی هغه د ایران او چین منګړیتوب دی چی د افغانستان پنځه دیرش کلنه بحران حل لپاره د کابل او طالبانو ترمنځ منګړیتوب وکړی خو دا د پاکستان ناتوانی هم ښیی او پاکستان ددی دوو دولتونو منځګړیتوب منلو ته ناچاره سوی دی چی مخکی د هغه په لټه کی نه وو.

https://avapress.com/vdchzqnzq23nkid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته