دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۹
د مطلب کود : 153966
نه لویه جرګه، نه ټاکنې، صحیح لاره کومه ده؟
عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس د لویه جرګه جوړولو لپاره د حامد کرزی هڅو په غبرګون، د هغه څخه غوښتۍ دی ترڅو بیرته قدرت ته رسیدو لپاره سمه لاره خپله کړی. ښاغلی عبدالله وویل چی د شفاف، پراخ او عادلانه ټاکنو رامنځته کولو کی باید حکومت، سیاسیون، مدنی ټولنه او افغانستان خلګ باید همکاره وی. هغه د لویه جرګه رامنځته کیدو سره مخالفت وکړ او وویل: که د قانون څخه لوړ مسایل مطرح سی موږ ډیر واضح موضع لرو. مخکی د هیواد مشرانو سره مو خبری کړی دی چی د لویه جرګه جوړولو مساله د امریکا نوی استراتژی اړوند افغانستان لپاره مطرح کوله. فکر کوم چی ددی استراتژی ټولی برخی افغانستان خلګو ته معلوم دی. عبدالله وویل: د هیواد سیاستمدارانو څخه مو غوښتنه داده چی سیاست په سمه لاره کی قرار ورکړی او څو ورځی د حکومت څخه بهر پاته کیدو حوصله هم ولری. اجرایی رییس همدارنګه هیله مندی وښوده چی پارلمانی ټاکنې او ولسوالی شورا ګانی او ریاست جمهوری ټاکنې پر موقع، شفاف او عادلانه به رامنځته سی. د ښاغلی کرزی او هغه سیاسی تیم هڅی د لویه جرګی لپاره، یواځی د ملی وحدت حکومت مشرانو پوری نه مربوطیږی؛ بلکه ځینی څیری او سیاسی فعالین هم په دی اړه منفی غبرګون ښودلی دی؛ ځکه د هغوی په نظر، د کرزی مقصد لویه جرګه، اصلاحاتو رامنځته کیدنه، قانون حاکمیت، نظم او اداری بیرته رامنځته کیدنه او په افغانستان کی خارجی ځواکونو حضور قانومنده کول نه دی؛ بلکه هغه ددی لاری غواړی بیرته قدرت ته ورسیږی او په دی برخه کی ځینی سیمه ایز قدرتونه ملاتړ هم لری. حقیقت هر څه وی، د ډیرو ناظرانو په باور، هغه څه چی د ښاغلی عبدالله له لوری، مطرح سوی دی هم په خپل سهم سره، د توضیح اړتیا لری. د پوهانو په باور، ښاغلی عبدالله او حکومت نور مشران په داسی حال کی د کرزی هڅې قدرت ته بیرته رسیدو په وړاندی غبرګون ښیی چی خپله خپل مستقیم مسؤولیتونو کی دداسی حرکتونو رامنځته کیدو لپاره هیڅ توجه نه لری. منتقدان په دی باور دی چی د قدرت دا خلا، مدیریت څخه سو‌ء استفاده، پراخ فساد، پراخ قانون ماتونه، سیاسی اختلافات د ملی وحدت په حکومت کی دی چی فرصت طلبانو ته ددی وخت ورکړی دی چی داسی قدرت ته بیرته رسیدو لپاره هڅه وکړی او په دی برخه کی داسی عمل وکړی چی حکومت په نامه کوم څه نالیدلی وبولی. د مثال په توګه، پارلمانی ټاکنې باید د تیر کال سرطان لمړۍ نیټه باید رامنځته سوی وای؛ خو د سیاسی او انتخاباتی اړتیا وړ اصلاحات او امنیت نه شتون او نورو بهانو له امله نه یواځی دا چی منځته نه راغله او د پارلمان کار یو ځل بیا د یو غیری قانونی تصمیم له امله، مدید سو؛ بلکه د پراخ وعدو سربیره، سږکال هم د پارلمانی ټاکنو څخه کوم خبر نه سو. د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې چی د همغه سره د اوسنۍ اساسی قانون تصویب څخه تراوسه نه دی رامنځته سوی هم همداسی بیله کوم توجه پاته دی. په دی حساب، ځینی منتقدان، حتی د ملی وحدت حکومت تصمیم او تعهد په وړاندی په راتلونکی کی د ریاست جمهوری انتخاباتو رامنځته کولو کی هم بدبینه دی او وایی چی که وضعیت همداسی ادامه پیدا کړی، معلوم نه دی چی تردوو راتلونکو کلونو پوری، اساسا کوم خبره د افغانستان ناقص او نیمه جان دموکراسی څخه وی. دا مسایلو ته په کتو سره، منتقدان وایی چی ښاغلی عبدالله د ملی وحدت حکومت یو مشر په حیث، له یو لوری د کرزی نظر وړ لویه جرګه مردود او غیری مشروع او غیری قانونی اعلانوی او له بل لوری، د حکومت تعهد او انتخابات رامنځته کولو باندی ټینګار کوی چی همداسی تاخیر کوی او قصدآ د رامنځته کولو کولو څخه یی، مخنیوی کیږی. په داسی شرایطو کی سمه لاره د ښاغلی عبدالله په باور کومه ده؟ آیا کوم تضمین سته چی دا هیله رامنځته کړی چی د ملی وحدت حکومت سرانو پیچلی او بی معنی سیاست افغانستان راتلونکی ورځ په ورځ نور خرابی او بحران لوری ته نه بیایی؟
https://avapress.com/vdcfvmdyvw6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته