دخپریدو نیټه :جمعه ۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۳۷
د مطلب کود : 155571

د استاد عطا او ارګ ماڼۍ کیسه

د صالح محمد ریګستانی په قلم/ جدی لمړۍ نیټه ۱۳۹۶- کابل
د استاد عطا او ارګ ماڼۍ کیسه



د استاد محمد عطا محمد نور په اړه:
د ۳۰ څخه ډیر کلونه کیږی چی زه استاد عطامحمد نور پیژنم او د هغه وخت راهیسی زموږ ترمنځ دوستی او د یو بل متقابل احترام شتون لری.
لمړۍ ځل چی عطامحمد نور ولید نو په ۱۳۶۵ یا ۱۳۶۶ کی وو.
استاد عطا د استاد ذبیح الله مجاهد شهادت وروسته په بلخ کی، د څو تنو مجاهدینو سره ملی قهرمان ته زموږ پایګاه دره فرخار ته راغلی وو.
فکر کوم چی هغوی تقریبآ دوه میاشتی زموږ سره پاته سوه او مجاهدین یی نظامی زده کړی ترلاسه کړی او خپله استاد عطا د آمر صاحب سره نږدی ولید او ډیر خبری سره درلودی.
په یاد لرم چی آمر صاحب د هغه په اړه ماته وویل: دا شخص د لویو کارونو د کولو توان لری او د وخت تیریدل هم هغه ثابت کړل.
په هغه وخت کی خلیل خان د استاد ذبیح الله خان د شهادت وروسته، د بلخ جبهه مشرتابه په غاړه درلود. د جنګ قومانده هم د علم خان آزادی چی مشهور په ( ابر سیاه ) وو، په غاړه وو. خلیل خان الحمدالله تراوسه ژوندی دی او علم خان آزادی هم د هیواد نمایندګانو مجلس غړۍ دی.
زه په هغه وخت کی د د نظار شورا اوپراسیون مشر وو او د نظار شورا اړوند تعلیمی مرکز زما تر نظر لاندی وو او په عینی وخت کی د نظامی زده کړو استاد هم وم.
هغه وخت چی استاد عطا د خپل مجاهدینو سره دا مرکز ته راغله نو هغوی لپاره کافی تعلیمی ځای شتون نه درلود، هغوی تعلیمی مرکز ته نږدی په یو مسجد کی ځای پرځای شول او شپی هلته اوسیدله او ورځ کی په زده کړو کی حضور پیدا کوله.
د یادولو وړ نکته د استاد عطا شخصیت په اړه داده چی موږ په هغه وخت کی خپل مجاهدینو ته په اونۍ کی یو ځل غوښی برابرولای سوای خو استاد عطا د خپل مجاهدینو لپاره هره ورځ پسه ذبحه کوله او زه هغه وخت پوه سولم چی خلاص لاس لری.
بل نکته هم د هغه آداب او چلند وو چی د همغه وخت څخه تراوسه توپیر نه دی کړی.
ما دوه ورځې مخکی ددی لیکنې څخه ځینی نور خاطری د هغه وخت څخه د استاد عطا زوی خالد جان ته می کیسه کړه چی په دی وخت کی یی ذکر موږ د اصلی بحث څخه خارجوی.
په دی مقدمه کی غواړم د استاد عطامحمد نور شخصیت خپل په ژبه درته معرفی کړم:
استاد عطامحمد نور یو صادق، ارزښتونوته متعهد، شجاع، زحمت کش، صبور او ښه چلند لرونکی شخصیت دی.
هغه یو بریالی والی دی چی خپل صلاحیت په چوکاټ کی د دولت ترټولو مهم مقاصد یعنی ښه حکومتداری، امنیت تامین، د مخدره توکو پرضد مبارزه نمایش ته ایښی دی.
هغه د هیواد په شمال کی د امنیتی ثبات مهم عامل دی چی د هغه فزیکی او یا سیاسی پاکونه د داعش او طالبانو د پرمختیا سبب په شمال کی به سی.
نو هر یو چی وغواړی دا صلاحیت د هغه څخه واخلی یا غرض لری یا هم مرض.
البته د اداری فساد سره مبارزه او غاصبانو په وړاندی مبارزه کی کوم خاص لاسته راوړنه تراوسه نه لری چی هیله مند یم په دی کار کی به هم بریالی سی.
اوس وینو چی هغه وخت چی استاد عطا د سیاست بی رحم نړۍ ته واردیږی، بدلونونه څنګه شکل نیسی او اوس زه د کار په کوم برخه کی یم؟
ددی نکته یادونه ډیر اړین دی چی په ۱۳۸۱ کال کی د کرزی حکومت ته رسیدو په وخت کی هم خارجیان او هم کرزی خپل استراتژیک مقاصدو چی په افغانستان کی درلود یو د قدرت جزیری له منځه وړنه وو.
د هغوی په باور د شبه نظامی اسلحه لرونکو ډلو یعنی مجاهدینو خلع سلاح کول، دهغوی رهبرانو هیڅته کول یا حتی هغوی محکمه کولو سره د هغه اړینو کارونو څخه وو چی یو متمرکز حکومت یعنی ریاستی نظام لپاره اړین په حساب راتله.
حامد کرزی خپل په وخت کی دا سیاست پسی روان وو او اشرف غنی هم ددی سیاست په لړ کی روان دی.
د کرزی په وخت کی د قدرت دری مهم جزیری شتون درلود چی په بلخ کی د استاد عطامحمد نور کسانو لاسته راوړنو له امله، کرزی ته ډیر دروند تمام سوی وو.
دا عبارت وو د ګل آغا شیرزی په کندهار کی، اسماعیل خان په هرات او استاد عطا په بلخ کی.
ما په همغه وخت کی هم د ( هرات د کابل د سترګو خار ) تر مقاله لاندی د کرزی او خارجیانو استراتژی پاکونو په اړه خبری کړی دی.
کرزی ددی ۱۲ کالو حکومت په لړ کی وتوانیدل چی د قدرت درو جزیرو څخه دوه جزیری له منځه یوسی او د هغه تګلارو شرحه هم ډیر آموزنده دی خو وخت ورته نه لرو.
خو دریم جزیره یعنی په بلخ کی استاد عطا د هغه په وړاندی مقاومت وکړ چی د مارشال فهیم نقش پکښی شکاره وو.
د ۱۳۹۴ کال ریاست جمهوری په انتخاباتو کی، استاد عطامحمد نور د داکتر عبدالله نامزادی څخه هر اړخیزه ملاتړ او د اشرف غنی رقیب کاندید په وړاندی تند اظهارات، د هغه په زړه کی ډیر کینه او خیری رامنځته کړه.
داکتر عبدالله چی د ټاکنو په دواړو دورو کی بریالی سوی وو په دی پاکستانی پیغام سره چی د داکتر عبدالله بریالیتوب زموږ لپاره د هند بریالیتوب دی. او خارجیانو ته په دی اخطار سره چی که داکتر عبدالله ولسمشر سی زموږ لپاره به دیر سخت وی چی د سولې په پروسه کی مرسته وکړو، د ټاکنو برخلیک ته بدلون ورکړ او نتیجه یی ملی وحدت حکومت رامنځته کیدل شو.
د افغانستان په ۳۴ والیانو کی استاد عطامحمد نور د سر او جان سره د داکتر عبدالله د ملاتړ لپاره ودریدل ترڅو هغه د ولسمشریز پړاو ته ورسوی.
خو د داکترعبدالله څخه ګلایه او ناهیلې توب د ملی وحدت حکومت د ۶ میاشتی څخه وروسته شروع شو او د اختلافاتو رامنځته کیدو سبب شو.
لمړۍ شکایت داوو چی ولی داکتر عبدالله تراوسه پنځوس سلنه سهم په ملی وحدت حکومت چی د سیاسی توافقنامی په اساس ورکړل سوی وای، لاسته نه دی راوړی؟
حقیقت دادی چی د اشرف غنی انحصار ګرا ټیم د خپل دوو توطئو دستاګوو سره یعنی امنیت شورا او چارو اداری ریاست سره، د لمړیو ورځو څخه د سیاسی توافقنامی په یو اړخیزه تفسیر باندی شروع کړی دی. هغوی وویل چی د پنځوس سلنې څخه مقصد همغه د حکومت په کابینه کی دی نه د هغه څخه لوړ.
په بل عبارت د داکتر عبدالله ټیم سهم د مشارکت څخه دی نه د قدرت ویښ څخه او دوهم دا چی سهم په کابینه کی دی نه په نورو برخو لکه سفارت خانو، ولایاتو، وزارت خانو معینیتونو، ریاستونو، ولسوالیو او نورو کې.
په دی ترتیب سره ولسمشر په اساسی قانون کی د مندرجه صلاحیتونو په نظر کی نیولو سره، داکتر عبدالله حتی د مشارکت سهم څخه هم لیری کړل.
عجیب دا ده چی دا شکایات د داکتر عبدالله غوږونو ته رسیدل خو هغه چوپتیا غوره کړی وو.
ځینی داسی فکر کاوه چی داکتر عبدالله ته اخطار وکړل سوی دی، ځینی نور ویله چی هغه تطمیع سوی دی چی ځینی نور هم هغه په سیاسی شجاعت نه درلودلو باندی تورنوله.
په دی منځ کی د داکتر عبدالله د ملاتړ کوونکو څخه داسی کسان وو چی ځان یی ډير شکاره کړه خو د جنرال علومی ټاکنه د د داخلی وزیر په حیث پر داکتر عبدالله باندی د نیوکو موج ډیر کړل او استاد عطامحمد نور یو د هغو څخه وو.
اصلی شکایت او ګلایی د علومی په شخصیت کی نه وو بلکه اصلی موضوع داوو چی ولی داکتر عبدالله خپل متحدینو سره مشورت نه کوی؟
ولی اشرف غنی ته اجازه ورکوی چی د داکتر عبدالله پيشنهادی کاندیدانو په اړه د خودباره حق څخه ګټه واخلی او داکتر عبدالله هم تمکین کوی؟
دا شکایتونو ډیر سول او د استاد عطا حوصله هم له منځه ولاړه چی د داکتر عبدالله د دندی ګوښه کیدو په فکر کی شول.
هغه کابل ته راغله او په دی اړه رایزنی ترسره کړه او یو ورځ زه یی هم خپل کور ته وغوښته ترڅو په دی اړه خبری وکړو.
ما د هغه ګلایه په دقت سره واوریدله، هغه په اخیر کی وویل چی زه باید د داکتر عبدالله څخه خپل رای بیرته واخلم او بل څوک د هغه پرځای د اجرائیه ریاست په حیث وګمارم.
ما په ځواب کی وویل چی ستاسو ټولو نیوکو سره موافق یم، خو هغه حل لاره چی ستاسو په فکر کی دی څو مشکل لری.
لمړۍ داچی سیاسی توافقنامه د حقوقی لحاظه د دوو کسو ترمنځ په امضا رسیدلی دی او تمدید یی ددوو کسانو صلاحیت څخه دی.
دوهم داچی د توافقنامی په اساس داکتر عبدالله کولای سی اجرائیه رئیس وټاکی او یا ځان په دی برخه کی وګماری چی اوس یی ځان ټاکلی دی او دا به لیری خبره وی چی خپل ځای بل کس ته ورکړی.
دریم داچی امریکایان هم د یاده ونه باسو او هغوی ملی وحدت همدا شکل او ترکیب د پنځو کلونو لپاره په رسمیت پیژنی.
همدارنګه امریکایان خپل یو کاندید یعنی ترامپ سره مصروفه دی او په افغانستان کی د حکومت بدلون لپاره هیڅ وخت نه لری.
د داکتر عبدالله هیڅته کونه کولای زموږ خپل منځۍ اختلافاتو لامل سی.
زما او استاد عطا خبری همدلته پای ته ورسید او ما نور هڅه ونه کړه چی استاد عطا څومره زما خبرو څخه قانع سوی دی.
په همدی ورځو کی وو چی د داکتر عبدالله او اشرف غنی ترمنځ اختلافاتو غږ راپورته سو او هغه په دی اړه رسنیو ته معلومات ورکړ او همدارنګه یی وویل چی زه به اشرف غنی ته خپل بله څېره شکاره کړم.
په حقیقت کی نه پوهیږم چی آیا د استاد عطا هڅې ډاکتر عبدالله د بل څېری د شکاره کولو څخه پشیمانه کړه یا هم حوصله یی ختمه سوه خو موږ تراوسه د هغه بله څېره نه دی لیدلی.
د جلساتو په لړ کی اشرف غنی د جمعیت ګوند ددی وضعیت څخه ګټه پورته کړه او داکتر عبدالله څخه هم د جمعیت ګوند تمه وښکیده.
په یو بل ناسته کی د داکتر عبدالله په ګډون جمعیت ګوند دا تصمیم ونیوه چی د ارګ سره مستقیمآ خبری وکړی خو داکتر عبدالله په ځواب کی وویل:
زه ستاسو کار سره موافق نه یم او نه هم مخالفت کوم. خو مذاکرات باید د جمعیت په نمایندګی وی نه زما په نمایندګی. د داکتر عبدالله مقصد داوو چی نور متحدین لکه اسلامی حزب او حزب وحدت اسلامی باید نه وی.
اسلامی جمعیت د کرزی حکومت څخه راهیسی په دی فکر کی وو چی خپل عمومی مجمع یعنی کنګره دایره کړی او حزب دننه ټاکنې ترسره کړی خو د ځینو دلایلو له امله دا پاته سوه او استاد ربانی خپل عمر آخرو کی د جمعیت رهبری موقت شورا یو نوملړ جوړ کړ او ځینی کمیته جوړه کړه ترڅو ددی برنامی په اړه خبری وکړی او د استاد ربانی په شهادت سره یو ځل بیا پاته سوه.
یو ورځ د جمعیت اساس نامه تسوید کمیته زه یو ناستې ته وغوښتم ترڅو زما نظر د جمعیت مرام نامه او اساس نامه مسوده په اړه وپوښتي. فکر کوم چی آخری ناسته یی وو ځکه مسوده یی پای ته رسیدلی وو.
څو ورځې وروسته صلاح الدین ربانی ما خپل کور ته دعوت کړه او د یو ۱۴ کسیزه کمیتی جوړیدو څخه خبری وکړی چی زه هم د هغه غړۍ په حیث حساب سوی وم.
صلاح الدین ربانی وویل چی د وړونو سره مشورت وروسته چی نه پوهیږم کوم وړونه؟ دا نتیجی ته رسیدلی یم چی د جمعیت کنګره جوړیدنه وقت نیوونکی دی او امنیتی شرایط هم ددی وړ نه وو چی سیمه ایز ټاکنې په ولسوالیو کی ترسره کړو نو وړونه تصمیم ونیوله چی یو موقت رهبری شورا رامنځته سی.
ددی شورا غړیو شمیر ۲۷ تنه په نظر کی ونیول شول او د کار ترسره کولو لپاره یو ۱۴ کسیزه کمیته وټاکل سو.
ما د ۱۴ کسیزی کمیتی د مشروعیت په اړه پوښتنه ورکړه چی دا کمیته به خپل مشروعیت د کومه کوی.
صلاح الدین وویل چی ښه څو تاسو دا نکته ته توجه وکړه او زه به ډیر ژیر د رهبری موقت شورا څخه مصوبه واخلم چی ستاسو لپاره د کار مبنا وی.
ما پوښتنه وکړه چی دا شورا څخه چی تاسو خبری کوی کوم دی او غړۍ کوم کوم خلګ دی او مشروعیت یی د کومه کړی دی؟
صلاح الدین چی خپل پلار په شان حوصله منده شخص دی وویل چی استاد ربانی خپل شهادت څخه مخکی یو موقت شورا جوړ کړی وو!
( والله اعلم باالصواب )
بلاخره د جمعیت رهبری شورا نوملړ اعلان سو او لکه څنګه چی می وړاندوینه کړی وو د پیشنهادی نوملړ څخه ۱۴ کسه قبول شو.
لمړۍ غبرګونددی تصمیم په وړاندی جمعیت انسجام شورا شکاره کړل. دا شورا د هغه خیرخواه شوراګانو څخه وو چی د استاد ربانی د حیات په وخت کی د جمعیت انسجام په مقصد جوړ سوی وو او د استاد قناعت ورکولو او کنګره تدویر لپاره ښه نقش درلودل.
بل جالب نکته داوو چی زما نوم د جمعیت رهبری شورا غړیو نوملړ کی شامل نه وو.
د هغه وروسته زه هم په ډیرو ناستو او تصمیم نیوونکو جلسو کی می حضور نه درلودل.
اوس دا مهم پوښتنې ته رسیږو چی څنګه استاد عطا کار دی مرحلی ته ورسید؟
زما په نظر استاد عطا د جمعیت په ملاتړ سره د ارګ سره مذاکرت شروع کړی وو او فکر می کوله چی کارونه به د میل په اساس مخته ولاړ سی او که داسی ونه شوه، د بیرته ګرځیدو لاره سته. خو د جمعیت رهبری شورا څخه هیڅوک نه پوهیده چی استاد عطا خپل استعفا نامه مخکی ترمخکی امضا کړی دی او اشرف غنی په لاس ورکړی دی او بیرته ګرځیدو لاره د ځان لپاره تړلی دی.
بیله شکه چی استاد عطا په دی اړه لوی غلطی وکړه.
زما په نظر د استاد عطا د استعفا قبلونه، امریکایی ضد یو جبهه رامنځته کیدنه د کرزی په مشری ده چی تراوسه نه دی پیژندل سوی خو اشرف غنی او امریکایان فکر کوی، د نجات ائتلاف د استاد عطا په مشری به ورسره یوځای سی.
کیسه داسی ده چی کرزی د دوو کالو راهیسی په دی هڅه کی دی چی خارجی هیوادونو په مرسته یو امریکایی ضد جبهه د هیواد په دننه جوړ کړی.
ددی جببه لمړۍ مقصد ملی وحدت حکومت هیڅته کول دی.
ددی کار ترسره کولو لپاره دوه کارونو ته اړتیا وو چی یو یی عنعنوی لویه جرګه جوړونه ده چی د ملی وحدت حکومت سلب صلاحیت کړی. په لړ کی یی هغه هیوادونه چی د طالبانو سره کار لری دا باندی مجبوره کړی چی د سولې پروسی سره یوځای سی.
وروسته د یو انتقالی او موقتی حکومت په جوړیدو سره د خارجی ځواکونو څخه وغواړی چی د افغانستان څخه ووځی ځکه طالبان د سولې پروسی سره یوځای سوی دی او د هغوی حضور نور غیری ضروری دی.
بل قدم هم د اساسی قانون اصلاح دی چی په هغه کی د طالبانو ځینی غوښتنې هم شامل دی. وروسته پارلمانی ټاکنې او ولایتی شوراګانی جوړیږی او وروسته هم لویه جرګه د اساسی قانون اصلاح لپاره ګام پورته کوی او آخری قدم هم ریاست جمهوری ټاکنو رامنځته کول دی.
لمړۍ طرحه یو خیالی طرحه په حساب راځی خو دوهم طرحه چی عبارت دی د ریاست جمهوری په ټاکنو کی مشارکت، عملی په نظر رسیږی.
د دوهم طرحی په اساس باید لمړۍ یو لوی مخالف جبهه باید جوړ سی او وروسته پّ قوت سره د ریاست جمهوری په ټاکنو کی داخل سی او سیاسی قدرت په لاس کی واخلی، وروسته هغه مقاصد چی د لمړۍ طرحی څخه باقی پاته وو، ترسره سی.
لکه څنګه چی لیدل کیږی دوهم طرحه ډیر عملی او حقیقتی حسابیږی او که د دوهم طرحی جزئیاتو ته لاړ سو او د هیواد شرایطو سره یی پرتله کړو نو دا باندی به وپوهیږو چی ارګ ماڼۍ ولی استاد عطا باندی خشم کړی دی؟
حقیقت دادی چی ارګ او خارجی ملاتړ کوونکی یی د کرزی امریکایی ضد جبهه رامنځته کیدو څخه په بیره کی دی. هغوی په ښه توګه پوهیږی چی اصلی رقابت د هیواد په راتلونکی ټاکنو کی د دوو جبهو ترمنځ چی یو یی د امریکا طرفدار د اشرف غنی په مشری او بل یی د امریکا پرضد د کرزی په مشری به وی. هغوی په دی باور دی چی استاد عطا به په نهایت کی د کرزی سعنی امریکا ضد جبهی سره یوځای سی.
لکه څنګه چی مو ویلی وو چی د امریکا طرفدار جبهه رهبری په لړ کی اشرف غنی دی چی د ۲۰۱۹ کال ټاکنو کاندید دی او خپل کمپاین کار د توطئه دوه دستګاوو په واسطه یعنی امنیت شورا او چارو اداری په واسطه شروع کړی دی.
ددی جبهی اصلی مشکل دادی چی اشرف غنی د قدرت په انحصار سره، د امریکا ضد جبهی سره مرسته کوی.
د امریکا ضد جبهه کار هم د ځینو نورو مشکلاتو سره مخ دی.
لمړۍ داچی ارګ په دی هڅه کی دی چی د یو لوی فراقومی مخالف جبهه جوړیدو مخه ونیسی. اشرف غنی پوهیږی چی درانیان د کرزی محور باندی به راټول سی او دا چی د غلجایانو ښه شخصیتونه هم لکه همایون همایون او حاجی قدیر ددی جبهی سره یوځای کیدو په لړ کی دی.
بل نکته داچی خارجیان په دی باور دی چی دا جبهه د خارجی هیوادونو په واسطه یعنی روسیه او ایران او چین په واسطه ملاتړ یی کیږی او مقصد یی نظام هیڅته کونه او خارجی ځواکونو خارجول دی.
د همدی لپآره دی چی ارګ ماڼۍ چاړه د استاد عطا پر غاړه ایښی دی او هغه ناغوښتلۍ د ارګ حذف استراتژی سره مرسته کړی دی.
ښه اوس نهایی پوښتنه داده چی استاد عطا به څه وکړی؟
هغه څه چی ما په اخیرو ورځو کی واوریدل او فکر کوم چی صحیح هم دی دادی چی جمعیت په مشری شورا د حکومت سره مقاطعه په فکر کی اوس نه دی.
جالب داچی استاد عطا هم خپل مخکنیو غوښتنو څخه لږ غوښتنې مطرح کړی دی چی عبارت دی د دوو وزارتونو، دوو سفارتونو او یو ولایت څخه دی.
په دی اخیرو کی دا بدلونونو ته په کتو سره څو پیشنهادونه د استاد عطا لپاره مطرح کوم چی خدای دی وکړی په نظر کی ونیسی:
۱: که غواړی د بلخ ولایت څخه لیری سی، ځان د ریاست جمهوری ټاکنو لپاره همدا اوس څخه وټاکی.
۲: که غواړی خپل ولایت مقام کی پاته سی، د کرزی فرمان بی اعتبار اعلان کړی او خپل کار ته ادامه ورکوی.
په دی صورت کی هغه فشار ته چی د اشرف غنی په لاس کی دی باید توجه وکړی.
۳: د خود مختار حکومت اعلان څخه ډډه وکړی چی د بحران د رامنځته کیدو لامل کیږی او هیڅوک نه پوهیږی چی هغه بحران به څوک مدیریت کړی؟
۴: د کرزی پسی تللو څخه ډډه وکړی چی خسر الدنیا والاخره.
په لمړیو دوو حالتونو کی موږ د استاد عطا سره یو او زخمت باندی یی ارزی.
هیله مند یم چی نظر غوښتونکی پوه سوی وی چی ددی پيچلی مسائلوپه اړه نظر ورکول سخت کار دی.

https://avapress.com/vdcjaievvuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته