دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 174042
آرام لاریون، مشروع غوښتنې، معقول نتیجه

 
کابل اوسیدونکو په سلهاوو تنو لاریون د ارګ ماڼۍ په وړاندی وروسته ددی پای ته ورسیده چی ولسمشر غنی جاغوری او مالستان جنګ ته هوایی او نظامی ځواکونو اعزام غوښتنه ومنل.
په سلهاوو تنه د دوشنبه ماسپښین ۱۱ بجو څخه غزنی ولایت کې امنیت لپاره لاریون کړی وو.
لاریون کوونکو اشرف غنی سره تلفنی اړیکو کې، هغه څخه وغوښته چی جاغوری، مالستان او خاص ارزګان باندی طالبانو برید د ډيرو ځواکونو په استولو سره دفع کړی، هوایی برید دستور ورکړی، افغان غږ خبری آژانسرګانو وضعیت او ټپیانو ته رسیدګی وشی.
ښاغلی غنی هم وویل چی د هوایی بریدونو شروع امر یی صادر کړی او وعده یی ورکړه چی بیځایه شویو او ټپیانو وضعیت ته به رسیدګی وشی.
ښاغلی غنی وویل چی په جاغوری او مالستان کې نظامی واحد رامنځته کیدنه ډير ژیر  د اجراکولو وړ نه دی؛ خو رامنځته کولو په لټه کې دی.
د پوه او بیدار ځوانانو لاریونی حرکت په کابل کې، یو ځل بیا وښوده چی دا خلګ حتی د لاریون په وخت کې هم د اساسی قانون په چوګاټ کې او نظام څخه ملاتړ لپاره ګام اخلی.
ددی حرکت نفس، سیاسی بلوغ، اخلاقی تعهد او خلګو متمدانه رفتار شکاره کوونکې وو چی ددی نظام او دولت باندی لوی حق لری.
لاریون کوونکې ځوانان، په لسګونه کیلومتره لاره ارګ ماڼۍ لوری ته حرکت وکړ ترڅو یو منطقی او مستقیم خبری کولو سره د ولسمشر سره، د هغه څخه تعهد واخلی چی د خلګو امنیت لپاره په جاغوری او مالستان او خاص ارزګان کې کوم کار ترسره کړی.
دا د دولسمشر دنده وو چی د خلګو مدنی ځواب په مدنیت سره ورکړی وای. هغه باید په احترام سره د ځوانانو مشروع غوښتنو ته غوږ ورکړی وای او هغه دندی په اساس چی اساسی قانون کې هغه ته تعریف شوی دی هغه وعدو باندی چی خلګو ته ورکړی دی، روشانه ځوابونه ارائه کړی وای.
دا پیښه ډیر په سرعت سره رامنځته شوه او ځوانانو لاریون هم ودرید.
بیله شکه، ددی پیښی نفس نه یواځی دا چی نظام نه کمزوری کوی؛ بلکه نظام نور هم پیاوړۍ کوی؛ ځکه خلګ په زور او لارو تړلو او دولتی ضد شعارونو سره نه شی عمل کولای او خپل غږ و دولتمردانو ته نه شی رسولای.
هغه لاریون چی مخکې څخه سازمان دهی نه وو شوی، نه د چا له لوری رهبری کیده او نه هم تند او افراطی شعارونه په کې مطرح کیده او یواځی خپل هیوادوالو برخلیک په وړاندی مسؤول کسانو مشروع غوښتنو شکاره کووونکې وو او یو معقول نتیجه باندی پای ته ورسید.
دولت باید دا حرکت قدردانی وکړی او د هغه ځوانانو په وړاندی چی خپل ټولنې بحران په وړاندی مسوولیت احساس لری، تعظیم وکړی او ددی لاری څخه ارجمند کلتور اساس ایښولو سره د خلګو ټولنیز او سیاسی تګلارو اصلاح او دولتمردانو اصلاح څخه خپل اعظمی ګته واخلی.
اوس ددی ارګ ماڼۍ کړنې به وښیی چی ددی انسانی حرکت ځواب څنګه ورکوی. آیا خپل دندې د خلګو امنیت په وړاندی ترسره کوی نه نه؟ آیا ملی امنیت، ټولنیز وحدت او حاکمیت ژغورنې او ساتنې لپاره د تروریزم سره مبارزه کوی که نه؟
خلګ خپل خبری وکړی او اوس د دولت عملی ځواب ته سترګی په لاره دی؛ هغه ځواب چی ولسمشر ژبنۍ وعدو باندی ارائه شوی او اوس جاغوری او مالستان او خاص ارزګان خلګ عملی نتایجو ته یی سترګې په لاره دی.
 
https://avapress.com/vdcdoo0fxyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته