دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۷
د مطلب کود : 186073
د جوزا لومړۍ غورځنګ څه کوی؟

 

 

د ریاست جمهوری ټاکنو نامزدانو شورا وایی چی ملی وحدت حکومت کار د جوزا لومړۍ نیټی وروسته غیری قانونی دی او دا شورا د مخنیوی لپاره یی، د ( جوزا لومړۍ، قانون ته بیرته ګرځیدنه ) غورځنګ ترسره کوی.

احمدوالی مسعود؛ ریاست جمهوری ټاکنو نامزدان، ددی تصمیم اعلان سربیره، ټینګار وکړ چی حکومت غواړی نور پنځه میاشتی د ټاکنیز کمپاین او دولتی سرچینو څخه ګټه اخیستنې لپاره، بحران رامنځته کیدو ته ادامه ورکوی.

ښاغلی معسود د ستری محکمې تصمیم څخه په نیوکې د د ولسمشری کار تمدید په اړه وویل چی دا محکمه هم د ملی وحدت حکومت لاس وسیله ګرځیدلی دی. او د ستري محکمې څخه وغوښته چی دا قضایی مرجع ته د خلګو باور لپاره، ددی تصمیم په اړه توضیح ورکړی.

هغه یوځل بیا سرپرستی حکومت باندی ټینګار وکړ او وویل چی ددی غوښتنی نه قبلولو په صورت کې به د ښاغلی غنی، د خلګو اجماع او نړیوال ټولنې ملاتړ سره به دا حکومت د صحنی څخه ایسته کړی.

د ملی وحدت حکومت کار پای ته ریسدل او اشرف غنی اصرار ستری محکمې حکم باندی د هغه کار ادامه باندی، هیواد کې سیاسی درانده انسداد باندی بدل شوی دی؛ هغه انسداد چی اشرف غنی اخیر پراخ نصب او عزل یو پیچلی او خطرناک وضعیت ته ولیږدول.

ښاغلی غنی د جوزا لومړۍ نیټي وروسته، دری وزیر، ۷ سفیر او وزیر څو معاون ځای پرځای کړ؛ هغه تصمیم چی داکتر عبدالله عبدالله؛ اجرایی رئیس او اشرف غنی بل شریک د ملی وحدت حکومت کې ددی څخه چی خبر نه لری، رسما خجالت وښوده!

دا خبری حتی د جان بس؛ امریکا سفیر په کابل کې غږ پورته کړ. هغه په دی اخیرو کې یو تلویزیونی خبرو کې وویل چی دا عزل او نصبونه د جوزا لومړۍ نیټي وروسته، پوشتنه رامنځته کوونکې دی او ټینګار وکړ چی حکومت مشران باید متوجه وی چی د جوزا لومړي نیټی وروسته په یو خاص شرایطو کې قرار لری او نه شی کولای قدرت اعمال آزادانه وکړه.

د هغه دا اظهارات شکاره کوی چی حتی امریکا هم د بحران رامنځته کیدو خطر باندی پوه شوي؛ خو ناهیله کوونکې نکته داده وو چی امریکا سفیر هم د اشرف غنی کار ادامه په اړه د ستری محکمې حکم تایید کړه او په دی توګه د حکومت کار ادامه موافقانو او مخالفانو کې، د ارګ ریاست جمهوری لوری ونیول.

بناپردی، واشنګتن یوځل بیا د ۹۳ کال ریاست جمهوری ټاکنو په شان اشرف غنی مرستي ته راغلي او قدرت ادامه باندی تایید مهر ولګوله.

تر هغه ځایه چی ریاست جمهوری ټاکنو نامزدانو شورا پوری مربوطیږی، د احمد ولی وسعود تازه اظهارات د جوزا لمړۍ غورځنګ او قانون ته بیرته ګرځیدو په اړه هغوی مصمم و مبارزه ته دی؛ خو د هغوی د مبارزی اهرمونه څه دی، تراوسه په ښه توګه نه دی مشخص شوی.

مخکې عطامحمد نور؛ اسلامی جمعیت ګوند اجرایی رئیس او حنیف اتمر هم پیمانو څخه په راتلونکې ټاکنو کې، د خپل هوادارانو څخه غوښتي وو چی د پراخ لاریونونو ته آماده وی؛ خو ښاغلی نور مخکې له دی هم د اشرف غنی سره د بلخ ولایت کرسی ساتلو پرسر داسی غوښتنی مطرح کړی وو؛ خو کوم نتیجه ورنه کړ.

بل اندیښنه داده چی امریکا سفیر صریح ملاتړ ته په توجه سره اشرف غنی کار ادامه څخه، آیا امریکا ارګ سیاسی مخالفانو ته، حکومت له منځه وړلو لپاره د آزادانه قدرت نمایش ادامه اجازه ورکوی؟

دا هغه پوښتنه ده چی داسی په نظر رسیږی چی ارګ مخالفانو لمړۍ رهبرانو ذهن هم په شدت سره مشغول کړی دی. هغوی که څه هم روسیه ته نږدی دی؛ خو داخلی سیاسی معادلاتو کې ترڅو چی افغانستان کې امریکا خپل نظامی او استخباراتی او سلطه او حضور وساتی، د واشنګتن تمصیمونو تابع به وی.

دا پوښتنو ته ځواب لپاره د رمضان میاشتی ترپای پوری باید صبر وشی او ولیدل شی چی ددی تازه سیاسی بحران بریالی به امریکا او ارګ وی او که خلګ او مخالفان.

https://avapress.com/vdca0in6e49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته