دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 274885
د نړیوال استکبار د تکبر پای او د روڼ سباوون پیل
رحمت الله فیضان/ د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري ۲۴مې د افغانستان له لوړو ژورو ډک تاریخ کې نوی روښانه باب پرانست، دا یوازي د زمري د میاشتې پای نه بلکي په هیواد کې د نړیوال استکبار د تکبر پای، د افغان ولس د یرغمل پای، د جګړو، وحشتونو، وژنو، ربړونو، چیغو پای، د فسادونو، خر مستیو او بد مستیو پای، د هیواد پلورونکو دلالانو د قدرت د جزیرو پای او بالاخره د تورو تیارو پای او د روڼ سباوون پیل.
د زمري ۲۴ مه په افغانستان کې د یو ستر سیاسي بدلون ښکارندوی دی، دغه  بدلون د افغانستان سیاسي ژوندانه ته نوی هؤیت وبښه.
دې بدلون له ځان سره نوي پیغامونه راوړل او نوي امیدونه یې را وټوکول، هیواد د امریکا په مشري د نیمي نړۍ  له اشغال څخه  آزاده شول، له نړیوال زمري (ناټو) نړیوال ګیدړ جوړول، په هیواد کې د سر تاسري امنیت راتګ هغه امنیت چي ولس یې په خوب کې هم د راتلو تصور نه کاوه، د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا تضمینول، کومه چې د اشغال د پيدا وار له لوري په شمال او جنوب  په غرب او شرق وېشل شوې وه، ملي وحدت را منځ ته کول، کوم چي د اشغالګرانو او د هغوی مزدورانو د خپلو ناروا ګټو د ساتلو په خاطر ټوټه ټوټه شوی وو، د خلکو ترمنځ یې قومي، ژبنې او سمتې دښمنۍ کرلې وې، قوي مرکزي حکومت را منځته کول کوم چي د اشغال په میو مستو معتادانو د قدرت په وړو او غټو جزیرو تقسیم کړی وو؛ څوک د شمال امپراطوران ول څوک د جنوب، چا په غرب کې خر مستي کولې او چا په شرق کې، هیواد له ورانۍ وژغورل شو، د فتحې پر مهال په ټول کابل کې د چا پوزه وینه نه شوه، شل کلن قاتلین او هیواد پلورنکي د عمومي عفوې په چوکات کې  وبښل شول نه د چا مال او جایداد غصب شو او نه د چا عزت او وقار ته صدمه ورسیده .
له هیواد څخه وتلو شخصیتونو ته د بیرته راتګ کمیسیون تشکیل شو چي ډیر شمیر کسان بیرته له همدې لاري هیواد ته را وګرځیدل، په ټول افغانستان کې اسلامي نظام قایم او عدالت پلی شو، ټول افغانستان د یو امیر تر قیادت لاندي اداره کیږي، تصمیمونه په واحد مرکز کې نیول کیږي او په ټول هیواد کې په ورین تندي منل کیږي او عملي کیږي.
ګاونډي هیوادونو د سیمي هیوادونه او نړیوالو ته د دوستي پیغامونه ولیږل شول اسلامی امارت د تېرې دورې په پرتله دا ځل له بیا واکمنېدو راهیسې د متوازن بهرني سیاست په برخه کې ملموسې لاسته را وړنې لري .
په تیرو څلویښتو کلونو کې اسلامي امارت یوازېنی حکومت دی چي د سیمې او نړۍ له بیلا بیلو هېوادونو سره په تعامل کې بې پرې سیاست غوره کړی دی. د ملي ګټو او متقابل احترام پر بنسټ یې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو دروازې د ټولو هېوادونو پر مخ خلاصې پرې ایښې دي. په تیردو دوو کلنو کې اسلامي امارت وتوانید چي له زیات شمیر مهمو هیوادونو سره نیغ په نیغه اړیکي ټینګې کړي، د اسلامي امارت بهرنۍ پالسي په توازن، بي طرفي او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ولاړه ده .
د افغانستان اسلامی امارت په متوازن بهرني سیاست کې مهمه لاسته راوړنه دا ده چي هېواد یې له ۲۰ کلونو وروسته له امریکایې اشغال څخه د نظامي مبارزې ترڅنګ د دوحې د مذاکراتو پرمټ نه یوازي آزاد کړ، بلکي د افغانستان د چارو واک یې هم په لاس کې واخیستې او په دې اړه خپله امریکایی جنرلان او شنونکي هم په ښکاره وایي چي طالبانو هم د جګړې په ډګر کې او هم د مذاکراتو پر میز امریکایانو ته ماتې ورکړه .
دولتي ادارې له پاشلو کیدو وو، ژغورل شوې، لکونو مامورنیو ته له ځنډ پرته حقوق او معاشات ور کړل شول او ور کول کیږي، د هیواد  اقتصاد ګړنګ ته له لوېدو وو، ژغورل شو، د اسعارو په نړیوال بازار کې د افغانۍ ثبات او ارزښت  وساتل شو .
د قوش تپې په څیر ملې لویې حیاتې پروژې پیل شوې، تاسي پوهیږئ چي د دې سترې پروژې له پای ته رسیدو سره سم به ان شاالله ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي او نسلونه نسلونه به مو د ګاونډیانو له احتیاجه خلاص شي .
د ریل پاټلي د غځولو چارې په چټکې سره رواني دي د دې پروژې له بشپړیدو سره به سم افغانستان له اروپا، چین، منځني ختیځ، هندوستان، ایران، پاکستان او د منځني آسیا له هیوادونو سره وصل شي، اوس هم هره اونۍ له همدې لاري  ۸۶۹۵۱ متریک ټنه شاوخوا کي انتقالات ترسره کیږي  .
د ښارونو د کانالیزاسیون سستم ورغل شو، د لویو لارو پخول د پلونو او پلچکونو چاري په چټکې سره روان دي، غصب شوي دولتي ځمکې د غاصبینو له لاسه را وګرځول شوې او دا چاره لا اوس هم روانه ده، د زرګونو معتادانو درملنه وشوه او د مخدره موادو کښت صفر ته را ټیټ شو، د دولت کلنۍ بودیجه په لومړي ځل له خپلو داخلي عوایدو تمویلېږي، د تجارت په برخه کې د پخوا په پرتله د صادراتو کچه لوړه شوه . دا او دېته ورته نور مشت نمونه خروار هغه مثبت پرمختګونه دي چي موږ د خپلي شل کلني مبارزې او قربانې په نتیجه کې د دوو کالو په موده کې خپل ولس ته په تحفه کې ورکړل، اسلامي امارت د خپل هیواد د آبادي او پرمختګ په لاره کې آهسته خو درانه او سنجیده ګامونه اخلي په دې برخه کې د ولس او خلکو همکاري او مشورو ته اړتیا ده دا ولسونه دي چي د بحرانونو او ستونزو د اداره کولو په برخه کې د دولتونو ترڅنګ دریږي هیڅ حکومت به د خلکو له ملاتړ پرته د ستونزو او بحرانونو پر حل بریالي نشي؛ هیله ده چي اسلامي امارت به د هیواد د آبادولو لپاره ولس له ځان سره داسي ملګري کړی لکه د اشغال په دوران کې چي د مجاهدینو ترڅنګ اوږه پر اوږه ودریدل، اوس هم  له خلکو سره  کښېني او د هغوی خبرو او غوښتنو ته به غوږ ونیسي او پر ولس د اضافي قیوداتو په وضع کولو سره ملت له ځان څخه خفه نه کړي .
 
https://avapress.com/vdcjoxe8iuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته