دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 118829
دښمنان حتا د روحانیت په جامعه کې، دعاشورا د فرهنګ دبې لارې کولو په لورکارکوی
حسینی مزاری، د هرات دښاردحاجي عباس په سیمه کې د عاشورایانو ددندو ترسرلیک لاندي خبرې وکړې اوویې ویل: دعاشورا فرهنګ، انسان جوړوونکی او د انسانانو او ټولنو ځواکمنوونکی فرهنګ دی چې د انساني اوالهي کمال اوج ته د انساني عروج لارا بروي او دا فرهنګ د حضرت مهدي (عج) ظهروته د زمینې برابرونکی دی.

دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) خبري رسنۍ د خبرله مخې دمحرمرالحرام د میاشتي په مناسبت، د تبیان د اسلامي حزب لارښود، د محرم اتمه شپه، د هرات دحاجي عباس په سیمه کې، د المهدي د مذهبي هئیت دعزادارانو د تمه لرونکو سل ګونو کسانو په لنه کې، په خبروکولو پېل وکړ: حجت الاسلام والمسلمین سیدعیسی حسینې مزاري لومړی د امام حسین(ع) اودهغه د وفادارو ملګرو شهادت، د حضرت ولي عصر(عج) او دهغه برحق نایب امام خامنه ای، د تقلید سترو مراجعون، په تېره بیا حضرت آیت الله العظمی ناصرمکارم شېرازي او په مراسموکې درنو حضاروته تسلیت ووایه، وروسته ښاغلي مزاري د حضرت آیت الله العظمی ناصرمکارم شېرازي درور اواسلام حاضرینو ته تقدیم کړل او څرګنده يې کړه چې حضرت آیت الله العظمی له ده سره په وروستۍ لیدنه کې، د افغانستان خلکو ته دده د سلام رسولو ټينګاروکړ.

په افغانستان کې دحضرت آیت الله العظمی ناصرمکارم شېرازي تام الاخیتارنماینده، د محرم دشپو او ورځو دمهم ګڼلو ټینګاروکړچې باید له دي فرصت څخه په ګټیه اخیستنه، د اسلامي ټولنې مهمو او دبرخلیک ټا کلوموضوعاتو په اړه او دعا شورا له درسونو اوزده کړو څخه په الهام اخیستنی سره، پدې شپو اوورځوکې عبرت واخیستل شي.

ښاغلي مزاري وښودله چې دعاشورا فرهنګ، انسان (غوونکی، ټولنه جوړوونکی، او د انسانانو اوټولنو ځواکمنېدونکی دی چې د انسانانو دعروج او د انساني اوالهي کمال زمینه برابروي او دا فرهنګ دحضرت مهدی (عج) دظهور د زمینې برابروونکی دی. وروسته ښاغلي مزاري د عاشورائیانو د وظایفو په اړه، په خبروکولو پېل وکړاوويې ویل: دعاشورایانو لمړنۍ دنده، دعاشورا د فرنګ د ترویج په اړه کار او هڅه ده( یعنې هغه فرهنګ چې انسانانو او ټولنې ته لوړتیا بښي) هغه زیاته کړه: د عاشورایانو د فرد فرد دنده ده چې ددې فرهنګ دترویج په لورڅخه وکړي او دعاشورا دزده کړو د ژورتیا اوددې فرهنګ د خپرېدو په لور زحمت وکاږي.

دغه دیني عالم څرګنده کړه چې یوازې د خلکو په ډله کې ګډون، د تورو جامو په اغوستلو، حسین ویلو او سینه وهلو باندې دعاشورا فرهنګ رواج کېدلی نه شي.
هغه زیاته کړه: عزاداري یوه برخه دکارده، کار ښه اولازمي هم دي، ځکه چې دمعصومو امامانو(ع) د تائید اوتاکید وړهم دی او باید موږ هرکال ځلېدونکي اولوی مراسم پرځای کړو چې د خدای په فضل سره په وروستیو کلونو کې افغانستان پدې اړه، دویناوو له پاره ډېرې خبرې لري.
ښاغلي مزاري هراتیانو ته په خطاب کې وویل: هغه مهال چې له هوايې ډګرڅخه دهرات په لور راغلم، دمحرّمي کیدلو څېره مې ونه لیده، خو لږ ځایونه وو اوهکله چې ستاسو سیمې ته راغلم، د محرم څېره مې ولیده اونن جبریل ته لاړم، واقعآ څېره محّرمي څېره وه، په داسې حال کې چې په نورو ښاروکې تردې خورالوی مراسم او مجالس جوړدی. شیعه اوسنی په کابل کې یو بل ته لاس ورکړی څو د محّرم درناوی وشي.
هغه زیاته کړه: هغه مهال چې له هوايي ډګرڅخه راغلم، ښارته ننوتلم، د محرم څېره مې ونه لیده، خوکابل داسې نه دی، تاسې چې څنګه له هوایي ډګرڅخه ووځۍء سرک او کوڅه په تور يوښښ دی او په هغه ښارکې شیعه اوسني ټولو يو بل سره لاسونه ورکړي څو ددغو ورځو او شپو درناوی وشي.

مزاري څرګنده کړه چې په مزار شریف کې او د افغانستان په نورو ښارونوکې هم دا ډول دی. د تبیان د ټولولنیزو فرهنګي فعالیتونو دمرکزعمومي رئیس هیله څرګنده کړه چې تردې خوارلويې ټولنې د ښار په مختلفو مرکزونوکې شتون ومومي او مسجدونه او حسینیې ترپخوا دېرتاوده شي.

هغه ټینګارو کړ چې کوڅې اومید انونه باید تورپوش ښي، ځکه چې عاشورا یوازې د شیعیانو له پاره ځانګړې نه ده او امام حسین(ع) هم یوازې د شیعیانو له پاره د ټولي هڅې کړې نه دي او دځوانانو وینې يې دحق په لارکې قربان نه کړې، بلکې د ټولو مسلمانانو د هدایت له پاره يې داټولې هڅې کړي دي.

ښاغي مزاري زیاته کړه: امام حسین(ع) د پېغمبر(ص) لمسی دی چې همـ تشیع اوهم د اهل سنت ټولې ډلې هغه منې او دهغه له پلار اونیکونو او اصحابو سره مینه او دهغوئ پېروي کوي.

ښاغلي مزاري ادامه ورکړه: همدارنګه د اهل سنت ټولې ډلې د «عبا» دکورنۍ پنځه کسه دوست ګڼي او د جمعي دلمونځونو په خطبوکې دهغوئ مبارک نومونه یادوي ــ که دهغوئ خطبوکې، دهغو نومونه وانه خلې، هغه خطبه بیا خطبه نه کېږې دغه دیني عالم وښود له چې عاشورا او محّرم په ټولو مسلمانانو حیتا په ټول بشریت پورې اړه لري.

هغه زیاته کړه: عاشورا، نه یوازې په شیعه اوسني بلکې ټول آزادی غوښتونکې بشریت پورې اړه لري، هرانسان او هرجریان او انساني ټولنه چې په دې دنیا کې وغواړي آزاد او اتل ژوند وکړي، عاشوریا لکل دهغه مال همددی، هغه کسان چې د محرم پرضد سنګرینسي، د اسلام دښمنان دي.

ښاغلي مزاري په ادامه کې وویل: که په هېوادکې، کله ددې الهي مراسمو او شعایرو پرضد سنګرنیول کېږي، په ډاډوايم چې هغوئ نه شیعه دی نه سني دی، بلکې د اسلام دښمنان دي چې دعاشورا دمخالفت پروګرام لري او ددې فرهنګ په مقابل کې کارکوي. د تبیان دټولنیزو فرهنګي فعالیتونو دمرکز ریئس، زیاته کړه: نن که په نړۍ کې د اسلام پرضد جګړه شتون لري او په ډيرو اسلامي هېوادونوکې ستونزي اومشکلات شته، که نن عراق، سوریه، یمن، بحران او نورځيل کېږي او داټول ولسونه قرباني ورکوي، که نن دلبنان نجیب زامن شهیدانېږي، که نن زموږ مهم شخصیتونه په پاکستان کې شهیدانېږي، که د افغانستان په ګوټ کې ناامني، جګړه او انتحارشتون لري، دا ټول دعاشورا د فرهنګ پرضد سر ته رسېږي، ځکه چې دښمن پوهېږي که په نړۍ کې د عاشورا فرهنګ مطرح او برجسته شي او ډتول لوانسانانو ترمنځ عمومیت ومومي اوځای ونیسي، هغه مهال د دوئ کړنو فاتحه اخیستل کېږي.
دعاشورا په فرهنګ پورې توسل، د انسانانو د ستونزو ډپرې برخې حل کوي. دهغه په وینا، که ټول انسانان دعاشورا په فرهنګ پورې وتړل شي، په ډا ډوایم چې دانسانانو ډېرې سترې ستونزې به حل او دښمنانو ټولئې او دسیسې رسوا کېږي.

دښمنان حتا د روحانیت په جامعه کې، دعاشورا د فرهنګ د بیلارې کولو لپاره کارکوي. حسیني مزاري څرګنده کړه چې دښمنان په ډېر زور او قاطعیت سره هڅه کوي چې دغه فرهنګ له موږ څخه وتروړي او هغوئ یوازې د وهابیت، داعش، طالب او یا د کومې تروریستي ډلې په څېره، د مسلمانانو په واړاندې نه ودرېږي، بلکې د روحانیت له جامو څخه په ګټه اخیستو، زموږ په ټولنه کې کارکوې اوحتا له چېنې او تورې او سپينې لنګۍ څخه په استفادې، دعاشورا د فرهنګ د بېلارې کېدو له پاره کارکوي. هغه اشاره وکړه چې دعاشورا د موضوع په اړه یې چټیات اوناوړحرکت نو، ددې فرهنګ په دننه کې ځای په ځای کړي څو موږ ونه کړای شو چې د اصیل او غېر اصیل(کچه) فرهنګ ترمنځ توپيرو کړو او پدې و نه توانېږو چې دعاشورا د اصیل فرهنګ له ښکلې څېرې څخه ګټه پورته کړو.

حسینی مزاري دخپلو خبرونه په ادامه وویل: زما خبرې پردې بنادي چې دعاشورا دسرتېرو او دهيئت لرونکو وګړو اوغړو اوهمدارنګه هغه کسان چې له حسین(ع) او د پېغمبر(ص) له کورنۍ او دوستانو سره مینه لري او دشپې په دغه وخت کې، د علماوو د منبرونو پښو ته يې حضور پېداکړی، عزاداري اوسینه وهل کوي، لومړۍ دنده يې داده چې ددې فرهنګ ساتنه او دهغه له پاره تبلیغ او ترویج کوي.

د ښاغالي مزاري په وینا، که داسې وي چې دعاشورا فرهنګ تر ازموینې او مشورې لاندې راځې، لږتر لږه زه باید د یارلس او یامتوالي شپې ستاسو په چوپړکې و اوسم چې دعاشورا د فرهنګ په اړه او دیو یوځای په اړه کوم چې اړین دی، بحث اومشوره وکروه، څوو پوهېږو چې د عاشورا فرهنګ یعنې څه؟ اوولې دښمن له دې فرهنګ په ويره کې دی؟ اوولې موږ دې فرهنګ ته ارتیا لرو؟

دعاشورا فرهنګ، مهدوي حکومت ته لاراو اروي:

مزاري زیاته کړه: دعاشورا فرهنګ هماغه دقرآن فرهنګ دی چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وآله وسم دهماغه فرهنګ پر بنسټ اسلامي حکومت پيل کړ اوبشریت ته يې د اسلام دین ډالۍ کړ؛ دعاشورا فرهنګ هماغه د«غدیر» فرهنګ دی، هغه فرهنګ دی چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم حضرت علي (ع) د خپل ځای ناستي په توګه منصوب کړ او له ۹۰ زرو څخه تر۱۲۰ زره مسلمانانوــ صحابه اوغېر صحابه وو پورې ـــ له امام علي(ع) سره بیعت وکړ او هغه حضرت ته یې مبارکي ورکړه اوهلته ټول تسلیم چې هلته د شیعه اوسني بحث مطرح نه وو.

ښاغلي مزاري څرګنده کړه چې امام علي (ع)، د اسلام د پېغمبرصلی الله علیه وآله وسلّم ځای ناستی دی، هرڅوک چې پېغمبر(ص) دوست ګڼي او دهغه پېروي کوي، امام علی(ع) هم باید دوست وګڼي اوهماغسې چې د اسلام دپېغمبر(ص) اطلاعت کوي،‎ باید د امام علي(ع) هم اطلاعت وکړي.

مزاري ادامه وکړه: د عاشورا فرهنګ دغیر فرهنګ دی، داهغه فرهنګ دی چې امام زمان (عج) ددې فرهنګ په رواج موندلو پسې دی اوهغه منتظردی چې ددې فرهنګ په لار اوددې فرهنګ دتحقق په لوري خپل حکومت پېل کړي.

ښاغلي مزاري حاضرینوته په خطاب کې وویل: تاسي دعاشورا بحث اوخپل دې حضورته په ساده نظرمه ګورئ، ځکه چې تاسې ډېرلوی او څرګیدونکی کار ته رسوئ او تاسې په داسې غونډوکې، عاشورا د فرهنګ د ترویج په لارکې اغېزمن واقع شوي یاستئ.
هغه زیاته کړه: یوازې ستاسوحضور هم کافي دی، حتا که هېڅ کوم کارهم ونه کړئ او هېڅ ژړا هم ونه کړئ، همداچې دمحرم غونډې موتودې کړې او دعاشورا په غونډوکې رنیګن حضور هم ولرئ دعاشورا د فرهنګ د ترویج په اړه اغېزمن اومهم دی چې تاسې دډیرو ثوابونو څښتن کېږئ او په ډېرو لږو اعمالو کې دا ډول ثواب ګټئ .

ښاغلي مزاري په دې بیان سره چې دعاشورا فرهنګ، د مهمدوي حکومت جوړښت ته زمینه برابروي، ويې ویل: دعاشورا فرهنګ وتلی اهمیت لري او دحضرت مهدي (عج) څرګندېدو د زمینې برابرونکی دی.
په افغانستان کې دحضرت آیت الله العظمی ناصر مکارم شېرازي تام الاختیارنماینده، خپل بیانو ته دسوال په توګه مطرح کړل او ادامه يې ورکړه : اوس چې وپوهیدو دا فرهنګ دومره مهم دی، د ترویج له پاره يې باید څه وکړو؟ آیا یوازې ددې ډول غونډو اوجلسو په جوړولو سره مونږ کولای شو چې دا فرهنګ ترویج وکړو؟ آیا یوازې د سینه وهونکو ډلو په جوړولو او ژړلو سره کافي دی چې دعاشورا د فرهنګ د ترویج له پاره ــ چې هماغه د اسلام فرهنګ دی او خدای(ج) غواړي چی بالاخره ددې حرکت نتيجه او ثمره دمهدوي (عج) حکومت، ایجادول، زمینه برابروکړو؟ آیا دداسې حرکتونو په وسلیه مهدوي (عج) حکومت تحقق وړدی که نه؟
ښاغلي مزاري په ادامه کې زیاته کړه: هوکې تحقق موندونکی دی اوکېدای شي پدې شرط چې موږ دعاشورا د فرهنګ په لورمتشکل او سازمان موندونکی حرکت اوکاروکړو.
ښاغلي مزاري څرګنده کړه چې په تیت او انفرادي تو ګه حتا که لوی هیآت هم وي، د عاشورا فرهنګ نه ترویج کېږي، ځکه چې زموږ غلیمان زموږ پرضد کار او فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه: که فیصله همداوي چې دښمنان په بیلا بېلو امکاناتو، ددې فرهنګ په وړاندې لیکې جوړې کړي اومونږ تیت او پرک یو، نه دعاشورا دفرهنګ ترویج شته، نه د حضرت مهدي(عج) څرګندېدل او نه به د مهدوي (عج) حکومت دتاسیس خبروي!!

دښاغلي مزاري په وینا، حضرت مهدي (عج) منتظر دی چې دا فرهنګ پراخیتاو مومي او دهغه د ظهورله پاره زمینه برابره ښي!

د صدای افغان(افغان غږ خبری آژانس) د خبري رسنۍ ریئس په ادامه کې وویل: ښه، دا کار په دومره راحت سره چې یوه شپه یاد یارلس شپې را شو او بیا په خپل کارپسې لاړشو او د هېڅ چا کارکې څه کار ونه لرو، امکان نه لري اوله دې دومره لږ کارسره ممکنه نه ده، ځکه چې دښمن دشپې اوورځې خوب نه لري اوخپل سازمان موندونکی تشکیلاتي کار، په خپلو ټولو امکاناتو سرته دسوي.
ښاغلي مزاري څرګنده کړه چې نن توله کفري نړۍ د اسلام پرضد، ددین پرضد او دعاشورا د مذهب پرضد، یو له بل سره لاس په لاس شوي چې که مسلمانان په ارامه کښېني، د خوړلودي.
هغه زیاته کړه: له همدې کبله دی چې مونږ په ډپرو اسلامي هېوادونوکې ستونزې لرو او مونږ بېوزلی خلک او کمزوري یو، بې پېسو اوپې امکاناتویو!

که په افغانستان سازمان موندونکی حرکت پېل نه شي، ورو وروبه هېواد له سقوط سره مخ شي د ښاغلي مزاري په وینا، حتامسلمانان که دنیا غواړي، باید متشکل عمل وکړي ــ په تېره بیا د افغانستان خلک، باید په ګډه سازمان موندونکی عمل وکړي، ځکه چې که سازمان موندونکی حرکت په افغانستان کې منسجم نه شي، افغانستان به ورو ورو له سقوط سره مخامخ شي، مسلمانانو به ورو ورو له ستونزو سره مخ شي او هر یو به د پردیو بندي او غلام شي او ډیزه برخه نورو هېواد دوته کډوال شي او بله برخه هدرچې له پښولوېدلې، بې پېسو اوپې امکاناتو دي، دلته پاتې کېږي او ترپښو لاندې کږي او له نورو داسي ستونزو سره به مخ شي چې په راتلوونکې کي زموږ دخلکو لمن نیوکي شي.
ښاغلي مزاري دقرآن کریم یو آیت ته په اشاري سره زیاته کړه: دمسلمانانو حواس باید راټول او د قرآن په فرمودې منسجم شي، ځکه چې قرآن وايي باید منسجم، متشکل او سازمان موندونکي عمل اوحرکت وکړو چې دا دقرآنکریکم دستوردی.
ښاغلی مزاري ټدینګاروکړ چې که موږ مسلمانایو، باید له دې ټولوګډو دیوڅخه خلاصون مومو او دخپلو دښمنانو په وړاندي لږترلږه دخپل ځان محافظت وکړو.
هغه زیاته کړه: اوس که موږ دهغوئ په وړاندې هېڅ ډول جګړه، وژل اووینې تویول نه شوکولای، لږ ترلږه باید دخپل ځان، دخپلې کورنۍ اوخپل ناموس دساتنې له پاره متشکل عمل وکړو، متحدشو، د ژپې اوقومیت مسایل، دتور اوسپین مسایل او دسیمې مسایل یوې خواته پرېږدو. د تبیان د اسلامي حزب لارښود، دافغانستان معضلوته اشاره وکړه اوويې ویل: نن په افغانستان کې څه حال اوڅه عجیب او غریب مصیبتونه شتون لري، یو دبل پرضد عمل کوي او یودبل سیوری په تیګه ولي.
هغه زیاته کړه: مونږ یودبل دښمنان نه یو، مسلمانان یوڅوک شیعیان اوڅوک سنیان یو، دیو پيغمبر(ص) اطاعت کوو، یو قرآن لولو، او دیوخدای بندګان یو. یو دبل په واړندې خوکافرنه یو، ولې دا دومره جهادې رهبران ټکول کېږي؟ دوئ څه کړي دي چې دومړه ټکول کږي، هریو کنج نه را پورته کېږي او دیوجهان پرضد خبرې کوي.

هغه؛ د جهادي رهبرانو نیوکه کوونکو ته په خطاب کې وویل: دا جهادي رهبربد، نوته راشه ښه کارولړو، ستاشتون چېرې دی؟ ستاسوموقعیت چېرې دی؟

دښاغلي مزاري په وینا، دا یوطرفه نیوکې، د دښمن په ژرنده دا وبو اړول دي.

ښاغلي مزاري په ادامه کې وویل: پدې ټولو غیبت کوونکو او دروغ ویوونکو غونډوکې، دا خلک نه شي کولای چې عاشورايي شي، ځکه چې امام حسین(ع) زموږ ددې بدعتونو، پرضد مبارزه او قیام وکړ. که متشکل اوهماهنګ حرکت وکړو، د ښمن هېڅ غلطي نه شي کولای.
هغه د خوا شینۍ په څرګندولو سره وښود له چې ولې خپله ودانۍ د نورو په ورانۍ کې وینئ؟ تاسې که دکاراهل یاستئ، خپل کاروکړئ اوکه غواړئ چې څوک خراب کړئ، څه ګته به وکړئ؟ به وکړئ؟ که څوک له مدیریت او ریاست څخه ولوېږي، تاسې به څه ګټه وکړئ؟
د تبیان د اسلامي حزب لارښود زیاته کړه : باید د عاشورا د فرهنګ د ترویج په اړه چې د هرملیت، مذهب او سیمو اوسېدونکی یو، باید یوځای اوهمغږي شو.

هغه ټینګاروکړو چې لږ ترلږه د اهلبیت (ع) پېروان خو باید متحد شي او هغه عالمان چې د خدای(ج) او د مسلمانانو د منسجمـ کولو په لارکې کارکوي، باید د ملاتړ او پیاوړتیا وړشي او دغه شخصیتونه دپېروي وړشي.

ښاغلي حسینی مزاري څرګنده کړه چې که زموږ خلک په داسې شان او شعور حرکت ونه کړي، په حتمي توګه زموږ ګرفتاري اوستونزې زموږ لمن نیسي.

هغه زیاته کړه: تاسې ګمان مه کوئ موږ مخالفین دی، تاسې ګمان مه کوئ چې نن دداعش په نوم خلک او نورې تروریستي ډلې ـ چې زموږ د ښمنان کومـ تبلیغات ورته کوي، ځواکمن افراددي.
حسیني مزاري ادامه ورکړه: د متمادي کلونو په کلونو په اوږدوکې، مونږ د سوریې له جنایتو نو څخه خو راډېر خطرناک جنایتونه شاته پرېښودل، ترعراق خورا ډېر خطرناک تخریبات او شرایطمو ترشا پريښودل. زموږ خلک ډارنډ نه دي. دوئ هغه څوک دي چې رواني تبلیغونه کوي، څو دخلک په زړونوکې وېره واچوي. خلک باید هوښیار وا وسي او دعاشورا له فرهنګ او پروګرام سره حرکت وکړي، ځکه چې د افغانستان په اړه هېڅو ک هېڅ غلطي نه شي کولای، نه دولت ته اونه څه زیان اړولی شي، خو په هغه صورت کې چې موږ متشکل اوهمآ هنګ حرکت وکړو.

ښاغلي مزاري خلکو ته په خطاب کې وویل: تاسې باید یو دبل په وچولي باندې ډول ډول تخبریبي دنګونه ونه وهئ، ځکه چې زموږ له دې کمزورۍ څخه دښمنان ګټه اخلي.

حجت الاسلامـ والمسلمین حسينې مزاري ددې وینا په اورولو سره چې زموږ ددښمن ځواک، زموږ د ضعف محصول دی زیاته کړه: دښمنانو له څو سازماني شوو او تشکیلاتي او رواني اوهماهنګو عملیاتو څخه ګټه اخیستې او پرلپسې ضررونه ددې هېواد رنځر بدن ته رسوي موږ داسې فکرکووچې زموږ دښمن ځواکمن دي.

هغه وښودله موږ چې کله هم سازمان موند وتکی حرکت ونه کړ، دا ددپرش میلیوني نفوسوهېواد، دوه زره تنه کولای شي چې تويې ګړي او ويې ځپي.

هغه دقندوز ولایت ته اشاره وکړه اوويې ویل: په قندوزکې لس ګونه زرو امنیتي ځواکونو شتون درلود، په داسې حال کې چې ددښمن شمېر په قندوزکې، د امنیتي ځواکونو ترشمېرڅو څووارې خورا لږوو، خوڅنګه چې دښمن سازمان موندونکی برید سرته رسوي، نوبری مومي.
عاشورایان باید بصیرت ولري.

د ښاغلي مزاري په وینا موږ نن په سیاسي، فرهنګي، ټولنیزو،‎‎ اقتصادي، امینتي او نورو ډګرونو کې سازمان موند لو ته اړتیا که دغه ډګرونو ته له پخوا څخه سازمان ورکړشوي وای، نو په سازمان ورکولوکې نوي توب ته اړتیا شته.
ښاغلي مزاري څرګنده کړه: کله چې موږ سازمان موندونکي حرکت وکړو، کولای شو چې د عاشورا د فرهنګ په پلي کولو سره او داچې دښمنان دا فرهنګ په خطوکي اچوي، آدامه مبارزه باید ولرو.

د تبیان دټولنیزو فرهنګي فعالتیونو عمومي رئیس څرګنده کړه چې نن دښمن په ډېره چټکیتا سره زموږ په منځ کې د اختلاف غورځولو په لټه کې دی، سر بېره دې چې زموږ په دننه کې هم د اختلاف غورځولو زمینه په په خپله شتون لري، له دې پروګرامونو څخه دښمن بده استفاده کوي او په ښه ترتیب سره زمونږ ترمنځ اختلاف غورزوي.

دغه سیاست پوه، تېروکلونو ته په اشارې سره وویل: یو وخت چې خلک متحد او منسجمـ وو، مختلف بازارونه يې په واک کې وو، خوله همدغو خلک څخه په یوکوچنۍ دره کې څوټولنو، فرهنګی مرکزونو او مذهبي هیئتونوشتون درلود.

هغوئ زیاته کړه: هغه مهال چې زموږ کوم پوهنتوني، کله همـ چې له پوهنځي څخه فارغېږي، تشویقېږي څو کومه اتحادیه اوغونډه جوړه کړي، پداسي حال کې چې اوس دغه حرکت ددسمن دغوښتنې په مسیرکې دی.

ښاغي مزاري ادامه ورکړه: زموږ ځوانان باید هوښیارواوسي، مطالعه وکړي چې کوم حزب او سازمان سم عمل کوي، ځان دهغه سازمان په قالب کې ځای کړي او متشکل شي او یو بل ته سره لاس ورکړي.

د ښاغلي مزاري په وینا، دعاشورا د فرهنګ د تبلیغي اوترویجي حرکت په لور، موږ باید له بصیرت څخه برخوردار و اوسو، زموږ عاشورایان باید بصیرت او دسترګو زړه ولري چې کومه لار، د صراط مستقیم او کومه لار، بې لارې او دڅاه په لورده.

حجت الاسلامـ والمسلین سید عیسی حسیني مزاري، د خپلو خبرو په ادامه وویل: دعاشورا د فرهنګ له ترویج نه وروسته او داچې منسجمـ او سازمان یافته عمل وکړو، ددې فرهنګ د ترویج له پاره دعمل کولو په لور او په هغوبرخوکې چې دا فرهنګ تهدیدوي، دمبارزې اوعمل کولو دنده لري.

ښاغلي مزاري څرګنده کړه چې زمونږ ټولنه، نن په ډول ډول ګنا هونو اوبد عتونوکې اخته ده، په بېلا بېلو برخوکې ستونزې شتون لري، ځوانان باید ورشي پلټنه وکړي چې د بشري ټولنې ستونزې له کومې رېښې څخه او به څښې؟

هغه زیاته کړه: د قرآن کریمـ بې شمېره آیتونه شتون لري، سلګونه روایتو نه لروچې که ټولې نادودې او معضلې، زمونږ له خوا نه وي، له ۸۰ سلنې ګرفتاريګانې اومعضلې له مونږ څخه پېلېږې. دغه دیني عالم یوه روایت ته په اشارې سره وویل: خو را ډېره مړینه چې په ژوند کې پېښېږي، له ګنانونو څخه پېلېږي چې دا مړینه له طبیعي مړینې څخه ډېره ده، ځکه چې ګناهونه اومعصیتونه عمرلنډوي.

هغه زیاته کړه: حتا که یولرګی د انسان دلاس دپوستکي مخ ګروي، له ګناه څخه سرچینه اخلي، همدارنګه اقتصادي او نورې ستونزې زمونږ له لاسه دي چې باید ځان محکومـ کړو.

ښاغلي مزاري ادامه ورکړه: کله چې تشکیلاتي حرکت شتون ولري، موږ باید د ټولنې مرض يېژند نه وڅاروچې ددې ټولو اختلافونو او ستونزو ريښه چېرې ده؟

هغه زیاته کړه: څوک چې حلال زاده وې اوسالم مور او پلارو لري، تروریست کېږې نه، دروغ نه وايې، خپل ګاونډي ته زیان، ضرر او ازاد نه رسوي اونور ګناهونه نه کوي، نومونږ باید خپلې ستونزې دجنین له پېدالیښت، حتا دځوانانو دودونو او دکورنیو له جوړښت څخه ټول وڅېړو.

د تبیان دټولنيزو فرهنګي فعالیتونو د مرکزعمومي رئیس په ادامه کې وویل: دلته دی چې مونږ باید له دې تشیکلاتي حرکت څخه په استفادې سره دبدعتونو په وړاندې مبارزه وکړو او دعاشورا د فرهنګ د پلې کولو په لاره کې او د خلکو ددیند اره کولو اوله خدای (ج) سره دخلکو داړیکو دنیولو په اړه باید کاروکړو.
هغه زیاته کړه: که تاسو ډاډمن اوسئ چې که موږ له دې فرهنګ څخه په استفادې له خدای(ج) سره دخلکو اړیکه ټینګه کړه او خلکو د خپل پروردګار ټول او امر، یو په يوسرته ورسول، مونږ به ځواکمنه ټولنه ولرو.

ښاغلي مزاري هیله څرګنده کړه چې که مونږ ټول، له دې شپو څخه به ګټه اخیستو سره واقعآ خپل ځانونه عاشورايې جوړکړو او دعاشورا یانو ددندو پربنسټ عمل وکړو او په افغانستان کې دیولوی تشکل دجوړښت له کبله اویا په اوسنیو تشکلاتو کې په شتون سره ــ کومـ چې سالم دي، اساسي او پاتې کيدونکی سرته ورسوو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewv8zojh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته