دوستانو ته ددې مطلب لېږنه
(( د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، نړۍ د کورونا وېروس د وبا له امله له پراخې لوږې له خطر سره مخ ده.د د خوړو نړیوال پروګرام مشر ډیویډ بیسلي وايي، د ناورین د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پکار دي. دا اداره په یوه رپوټ کې اټکلوي، له لوږې سره مخ ۱۳۵ میلیون کسان به تر ۲۵۰ میلیون پورې ورسېږي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له جګړې، اقتصادي کړکېچ او اقلیمي بدلون اغېزمن لس هېوادونه له خورا ډېر خطر سره مخ دي. د خوړو کړکېچ څلورم کلني نړیوال رپوټ کې یمن، د کانګو ډیموکراټی جمهوریت، افغانستان، ونیزویلا، ایتوپیا، سوېلي سوډان، سوډان، سوریه، نایجیریا او هیټي ته ډېره اشاره شوې ده. ))