دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 105928
افغانستان کوشش کوي چې خپل کډوال هیواد ته ستانه کړي.
افغانستان کوشش کوي چې خپل کډوال هیواد ته ستانه کړي .
 دافغانستان سفیر وویل دکابل حکومت یو شمیر اقدامات ترسره کوي چې په لنډ مکمن وخت کښې له پاکستان څخه د افغانستان دیو اعشاریه شپږ میلیونه ښاریز چې نومونه یې ثبت شوي دي خپل هیواد ته راستانه کړي .
په پاکستان کښې دافغانستان سفیر جانان موسی زي په کراچۍ کښې دافغانستان په کنسولګرۍ کښې له یوشمیر خبریالانو سره په مرکه کښې وویل چې دملګروملتونو د کډوالو د چارو دادارې یو این ایچ سي ار ، پاکستان او افغانستان ترمینځ درې اړخیزه موافقه شته او درې واړه لوري په داوطلبه ، عزت سره او په سوکه سوکه ډول له پاکستان څخه دافغان کډوالو د ستنیدا په هکله موافق دي .
هغه وویل دافغانستان حکومت له ۲۰۰۲ میلادي کال راهسې له ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان څخه دپینځو میلیونو افغان کډوال دبیرته ستنیدا هرکلی کړی او هغه دغه ستنیدل په تاریخ کښې خپل هیواد ته دخلکو ترټولو زیات ستنیدل وبلل .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaumn6a49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته