دخپریدو نیټه :شنبه ۲ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 107262
له اسلامی ایران سره دامریکا دښمني له هیچا پټه نه ده
ایسنا خبري آژانس راپورورکړ داسلامی ایران دوسله وال پوځ دمځکني ځواک قوماندان تورن جنرال احمد رضا پوردستان په اصفهان کې دوسله وال پوځ دمځکني ځواک دکارکونکو دکورنیو دبصیرت په باب ددریم پړاؤ په پایزو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې پر دښمن باؤ رنشي کیدلی زیاته کړې ، دښمنان په ټولنې ،هیواد او حتی په غونډونو کې دغفلت او لټۍ درامینځةکیدا لامل کیږي .
هغه له ایران سره دامریکا دښمني په اسلامی ایران کې دهغو د ګټو له لاسه ورکولو په سبب وبلله او وې ویل داسلامی انقلاب له بري وروسته امریکا په میځني ختیځ کې خپلې ګټې ، او په ایران کې دامریکائي شیانو دپير پلور بازار له لاسه ورکړ او نور ونه توانیدله دروسیې ترنظر لاندې دساتلو لپاره له خپلو جاسوسي وسایلو استفاده وکړي او ایران د روسیې لپاره دیوه پولیس مین په څير وساتي .
تورن جنرال پوردستان ددې خبرې په کولو سره چې امریکا دخپلې مبارزې روده له له سخت جنګي آوزاره په نرم جنګ او نیم سخت آوزاري جنګ بدله کړې ، روښانه کړې ده ، نیم سخت آوزاري جنګ دادی دی چې امریکا له سختو اوظالمانه بندیزونو څخه په استفادې سره دخلکو اونظام ترمینځ تفرقه او درز رامینځةکړي چې دایران داسلامی جمهوریت میړني ولس هم دسلواغې په دوه ویشتمه په میلیوني لاریون کې په ولولناک اوپرتمین ګډون سره داسلامی ایران ددښمنانو پر مخ د درندې څپیړې ګوزار کړی دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd950fxyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته