د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند په ټول هیواد کښې د مخالفو وسله والو ډلو خلاف د (شفق) په نامه د امنیتی ځواکونو د جنګی عملیاتو په پریکنده دوام ټینګار وکړ.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې صدیق صدیقی نن په کابل کښې د خبریالانو په ټول کښې څرګنده کړه: له مخالفو وسله والو سره د مبارزې لپاره د پوځ او پولیس ځواکونو پیوستون او کوشش، د دښمن په خوځښتونو کښې ګډوډی او د هغوی د مشرانو په نښه کول په افغانستان کښې د شفق نومې مهمو عملیاتو مهم اهداف دی.
صدیقی په تیرو دوو اونیو کښې په ۵۷ پوځی عملیاتو کښې د طالبانو د لږترلږه سلو کسانو وژل کیدل او د دولسو نورو نیول کیدل د شفق عملیاتو مهمه بریا وبلله.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند له پولو بهر د ترهګرو د روزنیزو او د سنبالښت د مرکزونو شتون او په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرو فعالیت په افغانستان کښې مهم امنیتی ګواښونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د افغانستان د امنیتی ځواکونو توانمنی هم زیاته شوې ده.