دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 127034
هلمند کې له ۵۰ ډېر پولیس وژل شوي
د هیواد سویل هلمند ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو سره د سختو نښتو په پایله کې له ۵۰ ډېر پولیس وژل شوي. د تیرکال راپدیخوا، هلمند د طالبانو د سختو بریدونو شاهد دی او طالبانو په دغه ولایت کې د حکومت د نسکورولو په لټه کې دي او د ناټو په مشرۍ پوځي ایتلاف هم اړ کړی چې نور سلګونه اضافي ځواکونه واستوي.

د راپو رونو مخې، د هیواد سویل هلمند ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو سره د سختو نښتو په پایله کې له ۵۰ ډېر پولیس وژل شوي.

د تیرکال راپدیخوا، هلمند د طالبانو د سختو بریدونو شاهد دی او طالبانو په دغه ولایت کې د حکومت د نسکورولو په لټه کې دي او د ناټو په مشرۍ پوځي ایتلاف هم اړ کړی چې نور سلګونه اضافي ځواکونه واستوي.

د هلمند د پولیسو قومندان عصمت الله دولت زي ویلي چې د تېرې یکشنبې په ورځ ۳۳ تنه او دوشنبې ۲۴ تنه وژل شوي او نږدې ۴۰ تنه نور ټپیان دي.

د هلمند یو بل چارواکی چې نه غوښتل نوم یې په ډاګه شي ویلي، چې د داوړو لورو په نښتو کې لږ تر لږه ۲۲ امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

دغه نښتې د هلمند ولایت ناد علي، ګرشک او نهر سراج ولسوالیو کې رامنځته شوې، خو امنتیتي ځواکونه په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

د هلمند مرکز اوسېدونکي وايي د یکشنبې شپې راهیسې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوري او بل خوا د یوې خیرې رغتون چارواکي وايي چې د تیرې شپې راهیسې ۴۰ ټپیان لېږدول شوي چې ۳۰ یې ملکي وګړي او ۱۰ تنه یې امنیتي ځواکونه دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک ویلي چې د طالبانو لاس ته ورغلي ولسوالۍ بېرته د هیواد امنیتي ځواکونو لاس ته راغلي دي.

 
https://avapress.com/vdcc1mqs02bqix8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته