دخپریدو نیټه :شنبه ۴ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۲۲:۴۴
د مطلب کود : 135740
د ۱۰۰ تنو په شاوخوا پناه وړونکی د دوو حادثو په درشل کی تیره ورځ په مدیترانه سمندرګی کید د لیبیا او ایتالیا ترمنځ غرق سوله
سږ کال د سازمان ملل متحد د پناه وړونکی د عالی کمیساریا په ګزارش سره په مدیترانه ای سمندرګی کی په بی سابقی ډول سره ډیر انسانان غرق سوی دی. همدا پرون دوه کشتی د ایتالیا د سواحلو ته نږدی شکاره شو.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، په ۲۰۱۶ م کال کی د ۵۰۰۰ تنو څخه ډیر مهاجر د تیریدو په حال کی په مدیترانه ای سمندرګی کی ډوب سوی دی. دا خبر د سازمان ملل متحد د پناه وړونکو عالی کمیساریا(UNHCR) خبر ورکړی دی. ددی ګزارش په اساس په ۲۰۱۵ کال کی، ۳۷۷۱ تنه پناه وړونکی د اروپا جنوب ته د تلو په حال کی خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
د ایتالیا د ساحلی ګاردونو د ګزارش په اساس، یواځی د پنج شنبی په ورځ احتمالآ د ۱۰۰ تنو په شاوخوا دوه کشتی په مدیترانه کی ډوب سوی دی.
۶۳ تنه نور چی نجات یی پیدا کړی دی، ویلی دی چی په اصل کی په یو کشتی کی د ۱۳۰ څخه تر ۱۴۰ تنو پوری وو. د دوهم کشتی څخه تقریبآ ۸۰ کسه ژغورل سوی دی، او ۴۰ تنه نور ورک دی. یوهان میلمان، د مهاجرت د بین المللی سازمان(IOM) ویاند وایی چی دریا ډیر په قهر او هواهم ژمنی دی. هغه وخت چی یو کشتی شکاره کیږی د ژوندی پاته کیدو چانس ډیر کم دی.
میلمان په مطبوعاتی کنفرانس کی په ژینو کی وویل چی ددی دوو کشتیو شکاره کیدل، د غرق سوو کسانو تعداد سږ کال ۵۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی.
ویلیام اشپیندار، د پناه وړونکو د عالی کمیسار ویاند ویلی دی چی دا ډیر بد میزان د مرګ دی چی موږ تر اوسه تجربه کړی دی.
هغه په ادامه کی وایی چی د پناه وړونکی د مرګ میزان  سږ کال ته په توجه سره لوړ تللی دی، ځکه چی د انسانانو قاچاقچیان د بی کیفیته کشتیو څخه استفاده کوی. همدارنګه نور کشتی هم استول سوی دی او هوا او د اوبو شرایط هم ډیر بد دی.
د مهاجرت د بین المللی سازمان د آمارو ته په توجه سره، په جاری کال کی، ۷۲۷۴ تنه د نړی په سطحه د ژوند څخه د فرار په حال کی ژوند دلاسه ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcfjtdyxw6dmea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته