چارواکی وایی، د فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د ۲۰۰ امریکايي امنیتی ځواکونو(سرتېرو) د ځاي پرځای شول. محمدصف ننګ وايي، یو شمیر بهرني سرتیري د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دغه ولایت ته ورغلي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د فراه ولایت والي محمد اصف ننګ په ډي اړه رسنیو ته وویل، د بهرنیو سرتېرو په راتګ سره به افغان پوځیان د مخالفینو په ځپلو کې لا برلاسي شي. ددغه ملاتړماموریت تائیدکړې چې ۲۰۰ بهرني سرتیري د افغان پوځیانو د ملاتړ لپاره پړون فراه ولایت ته رسېدلي دي. راپوړنه وایی، څه باندې دوه سوه سرتېري یې پرون فراه ته رسېدلي.