دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 139462
د لندن درې اړخیزه غونډه مثبته وه
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وایي، چې د افغانستان او پاکستان د جګپوړو چارواکو لومړنی غونډه د لندن په کوربتوب مثبته او رغنده وارزول شوه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په لندن کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز او د انګلستان د ملي امنیت له سلاکار مارک ګراند سره درې اړخیزه غونډه درلوده.
که څه هم غونډه د رسنیو له دیده لیرې وه؛ خو په دې غونډه کې د پاکستان او افغانستان پر اندېښنو بحثونه وشول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د دې غونډې په تړاو وایي؛ حنیف اتمر او سرتاج عزیز تفاهم وکړ، چې د باور را منځته کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د یو او بل اندېښنو ته پام وکړي.
د نوموړي په وینا؛ په دې غونډه کې د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د استعمال، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د خوندي پناه ځایونو او د پاکستان د ناامنه کولو لپاره د هغوي پر تمویل بحث وشو.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د دواړو لوریو اندېښنو ته د لاسرسي لپاره باید یوه ګډه تګلاره جوړه شي.
په پاکستان کې د افغاستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال، چې په دې غونډه کې حاضر و، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ دغه غونډه مثبته او رغنده وه.
د نوموړي د وینا له مخې؛ د دې غونډې پر بریا به د دواړو هېوادونو د خلکو له خوا قضاوت وشي، چې دواړه ګاونډ حکومتونه څرنګه په سوله ییز ډول د ژوند کولو لپاره د خلکو غوښتنو ته ځواب وایي. مونږ ډاډه یو، چې که د افغانستان او پاکستان په توافق هوکړه عملي شي؛ د دواړو لوریو تر منځ به د باور را منځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته شي او د دواړو دولتونو تر منځ به همکاري زیاته شي.
په داسې حال کې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلو اړیکو د رغولو لپاره لندن کې غونډه وشوه؛ خو د پاکستان په قبایلي سیمه کې د جمعې په ورځ په یوه نښته کې دوه پاکستاني پوځیان ووژل شول. یوه پاکستاني چارواکي ادعا وکړه، چې ترهګر د افغانستان له خاورې راغلي وه. دغه راز د جمعې په ورځ سهار مهال په خوست کې د ملي اردو پر یوه مرکز ځانمرګی برید وشو، چې یو تن په کې ووژل شو او له لس ډېر ټپیان دي
https://avapress.com/vdcaion6u49ney1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته