دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 140457
د پېښو په تړاو د حقیقت موندنې کمیسیونونو حقیقت پټ ساتلی
شنوونکي وایي، له پېښې وروسته د حقیقت موندنې کمیسیونونه جوړوي، حقیقت پټوي او هیڅوک سزا نه ویني او عاملان یې هم سپین خیژي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، حکومت تر دې مهاله د سردار محمد داوود خان د څلور سوه بستریز روغتون، روښنایي غورځنګ، کندهار چاودنې او څو نورو پېښو په تړاو کمیسیونونه جوړ کړي؛ خو حقیقت یې پټ ساتلی دی.
پوځي شنونکی عتیق الله عمرخېل په دې باور دی، چې حکومت د خلکو د غولولو لپاره خپل ارګانونه هیروي او یوبل ارګان جوړوي. دا، ځکه، چې خلکو ته مثبت ځواب ویلی نشي.
د مدني ټولنو د شبکې رییس عزیز رفیعي وایي، تر دې دمه د جګپوړیو چارواکو د ساتنې پر ریاست، د روښنایي غورځنګ پر اعتراض کوونکیو، د کندهار پر میلمستون او د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون بریدونه شوي او کمیسیونونه ورته جوړ شوي، چې تور له سپین او ملامت له سلامت جلا کړي؛ خو داسې نه دي شوي.
دا، چې ولې کمیسیونونه له څیړنو وروسته غلي پاتې کیږي؟ د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي یې په اړه له خلکوسره همغږی دی؛ خو وایي هره پېښه څېړنو ته اړتیا لري او نه شي کیدلی، چې ژر یې عاملان په سزا ورسیږي.
حکومت د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون له وروستي برید وروسته د حقیقت موندنې کمیسیون جوړ کړ، چې د ځینو په باور تر اوسه یې د پېښې په تړاو لکه، چې په کار ده، څېړنه نه ده کړې او حقیقت اوس هم پټ دی.
https://avapress.com/vdcgnz9quak9tt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته