افغان امنیتي چارواکي وایي، امنیتي او دفاعاي ځواکونه په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د زیباک ولسوالی له طالبانو بیرته نیولی.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، د زیباک ولسوالۍ د دښمن څخه ونیول شوه، دښمن ته پوره تلفات رسیدلی دی. مکمل راپور به وروسته وړاندی شی.
د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)