دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 144041
د ملی وحدت حکومت سقوط پوری د خلګو ملی مبارزه ادامه لری
تیره ورځ د کابل خلګو د دولت په وړاندی سخت لاریون وکړ چی په دی لاریون کی احمد ضیا مسعود د ملی وحدت حکومت برکناره سوی غړۍ او عبدالطیف پدرام د نمایندګانو مجلس غړۍ هم حضور درلود.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، احمدضیا مسعود د لاریون کوونکو په ټولګه کی د امنیتی ځواکونو د ډزو تقبیح ترڅنګ د لاریون کوونکو مخی ته وویل: زموږ خلګ د ټولو ملی مسائلو په وړاندی به په قدرت او توان سره ودریږی.
د هغه په وینا، د لاریون کوونکو په وړاندی عملیات د اساسی قانون په خلاف او یو وحشیانه عمل دی.
هغه د ملی وحدت حکومت مشران مزدور خطاب کړ او وویل: د افغانستان خلګ تصمیم نیولی دی چی دا دیکتاتوری او مشروعیت نه درلودونکی حکومت ساقط او پرځای یی یو موقت حکومت جوړ کړی.
د مسعود په وینا تر څو چی حکومت بدلون ونه کړی د خلګو مبارزه به ادامه ولری او ټولو مزدورانو او خارجی عواملو ته اخطار ورکوو چی د افغانستان خلګو مبارزه د یو سیاسی مثبت بدلون لپاره به ادامه ولری.
په همدی حال کی عبدالطیف پدرام هم وویل: نظام باید بدلون وکړی ځکه بی کاره او د سقوط په حال کی دی.
د هغه په وینا دا نظام بی کفایته دی، امنیت نه سی نیولای او ډوډی نه سی ورکولای او خپله مالی فساد باندی اخته دی او ددی وروسته ادامه نه سی پیدا کولای.
دا په داسی حال کی دی چی داکتر عبدالله عبدالله د ملی وحدت حکومت اجرایی رییس د تیری ورځی لاریون په اړه وویل: دشمن هغه وخت چی خلګ متاثره کوی د هیوادوالو توجه هم ضروری دی چی د قضیی اصل ته فکر وکړی.
هغه همدارنګه وویل: د لاریون کوونکو مشروع غوښتنی اوریدل کیږی او د حکومت مسوولین حاضر دی د هغوی سره خبری وکړی.
د عبدالله په وینا د لاریون څخه تلفاتو په اړه څیړنی د لاریونو کوونکو نمایندګانو په حضور سره به ترسره سی.
هغه ټینګار وکړ چی د مسالمت آمیز لاریون حق څخه ټوله دفاع کوو خو خلګ هم باید د هیواد شرایط درک کړی او یو طرفه قضاوت ونه کړی.
ویل کیږی د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ نښته کی څلور لاریون کوونکی وژل سوی او اته تنه نور ټپیان سوی دی.
https://avapress.com/vdcjxxevvuqexyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته