دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 146156
سوریه؛ داخلی جنګ، خارجی سوله؟
دونالد ترامپ او ولادیمیر پوتین د امریکا او روسیه ولسمشران، په سوریه کی د جنګ پای ته رسولو لپاره توافق ته ورسیدل. دا توافق د نښتو څخه خالی سیمو د سوریه په جنوب لویدیځ کی برقراره کولو لپاره دی.
سرګئی لاوروف؛ د روسیه خارجه وزیر وویل چی دا توافق د یکشنبه د ورځی شروع کیږی.
دا نوی توافق د ۲۰ کسه ډله ناستی په ترڅ کی د آلمان په هامبورګ کی اعلان سوی دی.
د امریکا خارجه وزیر وویل چی ددی توافق او مخکنیو توافق توپیر دادی چی روسیه ددی ځلی ددی توافق اجرا سره متعهد دی.
هغه هیله مندی وښوده چی نورو سیمو لپاره به هم مشابه توافق ته ورسیږی.
نوی توافق د امریکا او روسیی د پردی ترشا میاشتونو خبرو نتیجه ده.
د روسیه خارجی وزیر وویل چی ددی توافق جزئیات په امان؛ د اردن پایتخت د روسی او امریکایی او اردنی کارپوهانو پواسطه نهایی سوی دی.
په تیره اونۍ کی د سوریه او اردن او عراق ترمنځ مشترک مرزی سیمی، د سوریه متحد ځواکونو او امریکایی مشرتابه ائتلاف ځواکونو نښتی سیمه وه؛ هغه نښتی چی ډیری یی د امریکایی ځواکونو له لوری د سوری دولت متحد ځواکونو پرمختګ او د هغوی کنترول پر استراتژیک سیمو باندی، په وړاندی ترسره سوی دی او امریکا توجیه کی مدعی سوی دی چی د سوریی دولت سره ملاتړ ځواکونه امنیتی هشدارونو ته توجه نه دی کړی او د هغوی کنترول لاندی سیمو لوری ته پرمختیا کړی دی؛ خو سوریه او ملاتړ کوونکی یی وایی چی آمریکا په دی بریدونو سره، د تروریستانو ماتی خند ګرځیدلی دی او نه دی پریښی چی دا سیمی په پوره توګه د سوریی دولت او ملاتړ کوونکو تر کنترول لاندی راسی.
په دی حساب، هغه جنګ بسونه یا توافق چی په آلمان کی اعلان سو، کولای سی په دی سیمه کی د هردواړو اړخو اهدافو تحقق سره مرسته وکړی او د هغوی هیلی ډیر تاکتیکی دی نه راهبردی. په همدی دلیل، دا به ډیر خوشبینانه وی چی داسی نتیجه واخیستل سی چی دا پیښه کولای سی وضعیت په سوریه کی د خلګو په ګټه او د تروریستانو په زیان بدل کړی.
خو هغه څه چی په دی منځ کی، منځته راغلی دی، د یو تریخ حقیقت څخه پرده پورته کوی او هغه دا چی کوم کسان او څنګه او چیری د سوریی خلګو برخلیک ټاکی؟ کوم کسان تصمیم نیسی چی د یو مستقل هیواد په کومه سیمه کی، جنګ وی او په کوم ځایونو کی جنګ له منځه ولاړ سی؟ کوم کسان ټاکی چی د تروریستانو کومی ډلی تر هدف لاندی ونیسی او کوم ډلی یی مستثنی وی او همدارنګه حق ولری چی سوریه نابوده کړی، جنګ رامنځته کړی او جنایاتو پوری لاس پوری کړی؟
دا ډیر غم انګیزه دی چی غربی رسنۍ، هر وخت دا خبره کوی چی په سوریه کی کی جاری جنګ، یو داخلی جنګ دی چی په هغه ځای کی د سوریی خلګ د بشاد اسد دولت په وړاندی شورش او انقلاب کړی دی او اسد رژیم هم په مقابل کی د هغوی ټکولو باندی اقدام کړی دی.
دا هغه خبری دی چی هر وخت د غربی لویو رسنیو له لوری، د واقعیت پرځای شکاره کیږی او د مخاطب لوری تصوراتو او ذهنیاتو ته شکل ورکوی.
په دی منځ کی، هیڅ څوک پوښتنه نه کوی چی د امریکا او روسیه نقش په دی جنګ کی څه دی او ولی هغوی په هامبورګ او ژنو او نیویارک او... کی ټاکی چی جنګ وی که نه وی؟
که دا جنګ، داخلی وی ولی امریکا د تروریستانو ملاتړ لپاره په هغه هیواد کی، نظامی حضور لری؟ ولی ترکیه، مستقیما په هغه کی نظامی مداخله کړی دی؟ ولی اسراییل، د سوریی ارضی تمامیت د ځواکونو مواضع ټکولو او تروریستانو سره مرستی لپاره، نقضوی او ځینی سیمی د سوریی په زړه کی، تر بمباران لاندی نیسی او د مقاومت ارشد ځواکونه او قوماندانان تروروی؟
که دا جنګ داخلی وی د سعودی عربستان او امارات او قطر او...تیلو دالرونه او انتحاری تروریستان په سوریه کی په کوم کار مصروفه دی؟
ډیر شواهد سته چی په سوریه کی جاری جنګ، داخلی نه دی او نه هم داخلی حل لاره لری. دا جنګ نه یواځی د سوریانو لپاره دی او نه هم یواځی سوریی خلګ په دی جنګ کی د یو قربانی په حیث سته. دا خارجی قدرتونه دی چی سوریه خاوره په وینو لړلی دی او هغوی کولای سی ددی جنګ راتلونکی او پرمخ لاره وټاکی او تصمیم ونیسی چی سوله وی که جنګ.
https://avapress.com/vdciwqazqt1a5z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته