دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 148721
القاعدې، داعش، او طالبانو ته د امریکا پوځ قوماندان خبرداری

په افغانستان کې د امریکا پوځ او ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نېکولسن د افغانستان حکومت ضد ترهګرو ډلو ته یوځل بیا خبرداری ورکړ او پر دوی غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي.

جنرال نېکولسن نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې مونږ باور لرو، چې دښمن به له جګړې نهیلی او د سولې لار به خپله کړي.

نوموړې زیاته کړه، چې بلواګر او تروریستان، افغان ولس ته یوازې او یوازې بدبختي راوړلای شي او بس.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او امریکا پوځ قوماندان یو وار بیا ټینګار وکړ، چې مونږ به هېڅکله پرېنږدو، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي.

جنرا نېکولسن وویل، چې مریکا به د القاعدې، داعش او طالبانو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي.

د جنرال نېکولسن په وینا، دافغانستان خلک سوله غواړي او نړیواله ټولنه په دې کار کې د دوی تر څنګ ولاړه ده.

هغه زیاته کړه، چې د ناټو متحدین او امریکا به د افغانستان له حکومت او خلکو سره یو ځای د دې هیواد د دښمنانو پر وړاندې ودرېږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirvazzt1a5y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته