دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 150209
کابل کې د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مشر پر جنرال احساس وسله وال برید

په پلازمینې کابل ښار کې نامعلومو وسله والو د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مشر پر جنرال سالم احساس وسله وال برید کړی دی.

د یاد ریاست چارواکی وایي، پیښه تیره شپه ناوخته په کابل ښار کې رامنځته شوه خو د برید په ترڅ کې کوم چا ته زیان نه اوښتې ده.

چارواکي زیاتوي، چې جنرال احساس په خپل موټر کې ناست و کله چې د وسله والو په یوه کمین کې برابر شو.

د چارواکو په وینا، پیښه کابو ۱۲:۳۰ بجې برامنځته شوې ده.

جنرال احساس غیر مسئول وسله والو او مجرمینو ته خبرداری ورکړ چې کابل ښار نور به د مجرمیونو لپاره امن ځای نه وي او پر هغوي غږ ترڅو له خپل جرمي کړنو څخه لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې ریاست چارواکي څو ورځې مخکې ویلي وو، چې په پلازمینې کابل کې یوه مشهور قاتل او مجرم چې ایمل نومیږې او څو موده مخکې په اریا ښارګوټې کې یوه تن د اسدالله په نوم په ډزو وژلي و، د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxxqso2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته