په شمال جوزجان ولایت کې نا معلومو وسله والو یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور وژلي دي.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، پیښه په وروستیو کې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د جوزجان والي ویاند رضیا غفوري تائید کړه چې نا معلومو وسله والو تیره شپه ناوخته یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور په ډزو وژلي.
ښاغلي غفوري زیاته کړه، چې د پیښې په تړاو د امنتي ځواکونو له خوا پلټنې پیل شوي او تر اوسه د دغو کسانو د قتل په تور څوک نه دی نیول شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په مختلفو سیمو کې په وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د تشدد او تاوتریخوالي په پیښو کې زیاتوالي راغلي دي.
کابو دوه میاشتې مخکې هم په دې ولایت کې یوه ښځه د ورته جرم په تور د خپل ورور له خوا وژل شوې وه.