د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه نن د پاکستان د ملي امنیت په اړه د پاکستان پوځ د تګلارې او هڅو په هکله د پاکستان سنا مجلس غړیو ته معلومات ورکړه.
په پاکستان کې ځایي رسنیو د جنرال باجوه په حواله لیکلي، چې نوموړی د پاکستان په مجلس کې د وینا پر مهال د سیمې په کچه د پاکستان پوځ د وروستیو لاسته راوړنو په هکله او په خاصه توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه د خپل سفرونو په هکله معلومات ورکړې دي.
د راپورونو له مخې، جنرال باجوه د پاکستان سنا مجلس غړیو ته ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د پاکستان پوځ مشرتابه وروستي لیدنې کتنې د پاکستان پر بهرنیو اړیکو مثبت اغیزې درلودې.
هغه وویل چې د سیمې په کچه وروستي تحولات او جیوستراتیژیک حالات د پاکستان پوځ تر جدي څېړنې لاندې دی او ټینګار یې وکړ چې پاکستان نشي کولای چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو موضوع له پامه وغورځوي.
نوموړی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان حکومت د ګډو پولو د ساتنو او مدیریت پر تګلاره هم ټینګار وکړ او د پاکستان حکومت دغه تګلاه یو اړین ګام وباله.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو د مخالفت سره سم پاکستان پوځ د ډیورڼد کرښې په اوږدو کې د کټارو او اغزن د لګلو پا چارو بوخت دي.
د پاکستان پوځ یوه لوړپوړی جنرال کابو درې میاشتې مخکې وويل، چې له افغانستان سره د پولې په هغو سیمو کې تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې کتاړې او اغزن تار په بشپړ ډول ولګول شي چې د ترهګرو د تګ راتګ لپاره مهم ګڼل کیږي.
خو په افغانستان کې د برتانیه سفیر وایي، چې پاکستان د یادې کرښې د مدیرت حق لري.