دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 157494
د حمزه عملیاتو په لړ کې ۹ داعش وسله وال په ننګرهار کې وژل شوي

د افغانستان د ملي امیني او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې لږ تر لږه ۹ تنه داعش وسله وال په ننګرهار ولایت کې وژل شوي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د حمزه عملیاتو په لړ کې ۹ تنه داعش وسله وال د اچین ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي.

د سیلاب قول اردو چارواکو په وینا، د داعش وسله والو او نورو ترهګرو پر ضد د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې عملیات دوام لري.

چارواکي زیاتوي، چې د داعش وسله والو پر خلاف نوي عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اچین ولسوالی په تنګي مامند او وچه ژوره سیمو کې ترسره شوي.

د چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې له هوایي او ځمکني ځواکونو کار اخیستل کیږي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیلاب قول اردو چارواکو تېره اوونی وویل چې د امنیتي ځوکوانو د عملیاتو په ترڅ کې د بسم الله په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان د چپرهار ولسوالی له مربوطاتو څخه نیول شوی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آو)
https://avapress.com/vdcf1edyjw6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته