دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 161344
پر کابل ښار د راکټي برید مخه ونیول شوه
په کابل کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، پر کابل ښار د د دولت ضد وسله والو د راکټي برید برید مخه نیول شوې ده.

چارواکي زیاتوي، چې د دولت ضد وسله والو ډلو غوښتل له چهار اسیاب ولسوالی څخه پر کابل ښار د BM-1 توغندي په وسیله راکټي برید ترسره کړي خو له وخت وړاندې یې د ترهګرو دغه پلان شنډ کړای شو.
د جنابي جرمونو پر ضد د مبارزې ریاست چارواي وایي، امنیتي ځواکونو د چهار اسیاب له مربوطاتو څخه یوه BM-1  ډوله راکټ او د موبایل یوه سیټ کشف او ترلاسه کړي.
د دولت ضد وسله والو او ترهګرو ډلو د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په کابل کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو د چهار شبنې په ورځ وویل ، چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار د دیار لسمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه د درنو وسلو د مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.
چارواکي زیاتوي، چې له زېرمې څخه د ۸۲ ملي متري هاوان درې مرمی، د توپ دوه مرمی، د زیکویک شپږ مرمی، د هاوان اووه مرمی د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، د دولت ضد وسله والې دلې غوښتل یې د مهماتو په وسیله په کابل ښار کې بریدونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو کې بریدونه ترسره کړي.
په پلازمېنه کابل ښار کې د چهار شنبې په ورخ د سهار په وخت د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله د ملي اردو شپږ سرتېري ټپیان شول.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceez8zejh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته