دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 163425
ولسمشر غنی د امریکا مرکزی قومندانۍ قومندان سره وکتل
افغانستان جمهوری ریاست ارګ ماڼۍ وایی چی ولسمشر غنی تیره ورځ د امریکا پوځ مرکزی قوماندانۍ قومنان ښاغلی جوزف ووټل سره کتلي دی.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا د متحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جوزف ووټل نن ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحدوایالتونو په سټراټيژۍ، تروریزم سره په مبارزې، په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې د اصلاحاتو په بهیر او د راروانو ټاکنو د امنیت په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.
 د ارګ ماڼی په وینا، په دغه کتنه کې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو لړۍ مثبته وبلل شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ په لا زیاتو همکاریو د ټینګار تر څنګ د راتلونکو ټاکنو د امنیت د تامین په برخه کې د همکاریوو ډاډ ورکول شو.
 
https://avapress.com/vdcgxw9qnak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته