د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۹ ګډ تعرضي او چاڼیز،۸۷ځانګړي کوماندویي عملیات او ۱۸هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو ، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په لاره اچولي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۴پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي دي چې په پایله کې یې د ۱۷ تنو داعشیانو او د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون ۷۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي .
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ دننګرهار،کاپیسا، غزنی، لوګر، ارزګان، فاریاب، بغلان، تخار بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې د بدهشان ولایت د کوهستان په ولسوالۍ کې ۱۹ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، د تخار ولایت د دشت کلا او خواجه غار په ولسوالیو کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۸ تنه ټپیان او د ننګرهار ولایت د هسکه مینې په ولسوالۍکې ۱۷ تنه داعشیان وژل شوي او د دښمن یوه قرارګاه له منځه وړل شوې ده .
همدا راز په یادو عملیاتو کې د هلمند ولایت د ګرشک او نادعلي په ولسوالیو کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي ، د غزني ولایت د اندړو ، اجرستان او مقر په ولسوالیو کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي ، یو موټر ، یو موټر سایکل او د دښمن یوه قرارګاه له منځه وړل شوې او د کاپیسا ولایت د اله ساي په ولسوالۍ کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان قاری صفت الله وژل شوی دی .
ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.