دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 164674
ټرامپ: شمالی کوریا مشر سره د جون په ۱۲ ګورم
امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ وايي، د جون میاشتې پر دولسمه نېټه د شمالي کوریا له مشر، کیم جونګ اون سره د کتنې پلان یې برحاله دی.

ډونالد ټرمپ پرون جمعه د جولای پر لومړۍ د شمالي کوریا د مشر، له نېږدې همکار او د ښي لاس له سړي،کیم یونګ چاول سره وکتل.
د سپینې ماڼۍ په وینا، په دې کتنه کې د شمالي کوریا د مشر، کیم جونګ اون له لوري یو لیک هم ولسمشر ټرمپ ته د بحث لپاره وړاندې شو.
خو ولسمشر ټرمپ پرون تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د کیم له لوري ور رسېدلی لیک یې لا نه دی پرانیستلی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، سارا هاکبي ساندرز وویل چې له شمالي لوري سره په پرونۍ کتنه کې دا مریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو او د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، جان بولتن هم وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پامپیو او چاول په خبرو کې د پرمختګ له امله، د هغوی کتنه ژر پای ته ورسېده.
واشنګټن غواړي چې کوریاګانې په بشپړ ډول له اټمي وسلو پاکې شي او په مقابل کې به یې پر پيونګ یانګ یوشمېر لګول شوي اقتصادي بندیزونه لرې شي او ځیني پوځي امتیازات به هم ورکړل شي.
https://avapress.com/vdcd5o0foyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته