دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 165090
قطر او امارات په افغانستان کې ناټو ماموریت سره یوځای شو
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر وايي، قطر او متحده عربي امارات په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ له ماموریت سره یوځای شول او هند د مهمو پراختیايي مرستو ژمنه کړې ده.

دا اول وار دی چې عربي دولتونه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پوځي ماموریت له ائتلاف سره یوځای کېږي.
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، جیمز مټېس پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل: چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په اړه باید ووایم چې د ناټو کلک تعهد او زموږ د جنوبي اسیا د پالیسي عملي کېدو د ثبات د ټینګښت لپاره هڅې تازه کړې دي،په دې کې د هند له لوري د تازه، مهمو پراختیايي مرستو ژمنه شاملېږي، په وروستیو کې، قطر او متحده عربي اماراتو هم له موږ سره لاس یو کړ چې د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره زموږ د ائتلاف د غړیو شمېر یې یوڅلوېښتو ته ورساوه.
د ناټو تړون عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ پرون جمعه د غبرګولې پر۱۸مه اعلان وکړ چې د تړون غړي هېوادونه او شریکان یې نه یوازې دا چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت سره خپل تعهد ټینګ ساتي، بلکې خپله ونډه یې زیاته کړې ده.
سټولټنبرګ وویل چې د جمعې په ورځ د شویو بحثونو پر اساس، په ډاډ ویلائ شي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ موافقه به تر ۲۰۲۴ مېلادي کاله تمدید شي.
د هغه په وینا، په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د جولای میاشتې په دولسمه نېټه، د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې اعلان شي.
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې دا له افغانستانه د دوی د ملاتړ د دوام سره نښه ده.
 
https://avapress.com/vdcgyn9qzak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته