دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 164916
ناټو غړو هیوادونه د ۲۰۲۰ کال وروسته د افغان ځواکونو مالی تمویل په اړه به د دفاع وزیرانو غونډه کې خبری وکړی
ټاکل شوې ده چې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې په ترڅ کې له ۲۰۲۰ وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي تمویل په اړه بحث او خبرې وکړي.

د ناټو عمموي منشي ینس سټولټنبرګ نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د ناټو د دفاع وزیرانو د غوڼدې په پایله کې به د افغانستان په اړه بحث او خبرې وشی.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغه غونډه کې به د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ملګري هم برخه واخلي.
د ښاغلي سټولټنبرګ په وینا، د ناټو متحدین او ملګري چمتو دی چې له افغانستان سره د مالي او د سرتېرو د لېږلو په برخه کې مرسته وکړي.
هغه وویل، چې د ناټو غړو هېوادونو کابو ۳ زره اضافي سرتېري افغانستان ته استولي دي.
د ناټو عمومي منشي د ترهګرو پر ضد د جګړې په ډګر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د میړانې او مسلکي توب ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې ناټو د سولې په هکله د ولسمشر محمد اشرف غني د نوښت ملاتړ کوي او په افغانستان کې د سولې د راوستلو په موخه د ناټو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
 
https://avapress.com/vdccs0qse2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته