دوی د ولایتي چارواکو هغه خبرې دروغ وبللې چې ښوونځي یې د هوا د ګرمېدو له امله رخصت کړي و او زیاتوي چې ښوونځي د ګرمۍ د زياتېدو له کبله نه؛ بلکې د وسله والو طالبانو له لوری تړل شول و.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست مسولين وايي چې له وسله والو طالبانو سره يې د سيمې د مخورو له لارې ستونزه هواره کړې ده.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز په شمول د محمداغې ولسوالي ښوونځي له هغه وروسته وتړل چې افغان ګډو ځواکونو په یاد ولایت کې ځمکني او هوایي عملیات تر سره کړل او په پایله کې یې ګڼ وسله وال ووژل.
د لوګر ولایتي شورا غړي وایي ولایتي مسولینو او د پوهنې وزارت د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره نور پرانيستي ښوونځي په دې پلمه رخصت کړل چې په یاد ولایت کې هوا ګرمه شوې ده.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست مسولينو که څه هم پخوا دا خبره نه منله خو اوس وايي چې له وسله والو طالبانو سره يې د تړليو ښوونځيو ستونزه هواره کړې ده.
لوګر د سهيل ختيځ زون هغه ولايت دی چې له پلازمېنې کابل سره نښتی خو د ناامنۍ له کبله يې د پوهنې بهير وخت ناوخت ټکنی شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)