دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 168159
په بادغیس کې د څلورو تنو تروریستانو نیول کیدنه
په بادغیس کې امنیتی سرچینه خبر ورکوی چی د غوث الدین مشهور په سیاه خان تروریستی ډلې څلور غړۍ په دی ولایت کې نیول شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا تروریستان چی د قادس په ولسوالی کې دولت ضد فعالیتونه درلودل، تیره شپه چی مرکز قلعه نو کې د حکومتی مامورینو ترور او انفجاری بریدونو ترسره کولو قصد درلود، د بادغیس پولیسو له لوری نیول شوی دی.
دری عراده موترسایکل او ځینی مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
د یادولو وړ دی چی مخکې اختر پهلوان چی د طالبانو یو مشهور قوماندان په بندسبزک هرات او بادغیس لویی لاره کې وو هم د پولیسو له لوری وژل شوی او دا څلور تنه ددی ډلې خرابکارانه غړیو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdcftcdy1w6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته