دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 172568
غزنی کې بهرنیو ځواکونو هوایی بریدونو په ترڅ کې ۱۳ تنه وسله وال وژل شوی
په افغانستان کې میشت بهرنیو ځواکونو د وسله والو پر دوو موټرونو هوایي بریدونه ترسره کړي چې امله یې ۱۳ وسله وال وژل شوي.

په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د وسله والو پر خلاف تازه هوایي بریدونه د اندړ ولسوالی کې په مربوطاتو کې ترسره شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي ”ائتلافي ځواکونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې دوسله والومخالفینو یو مازدا موټر او یو عراده هاموي په نښه کړي، ۱۳ تنه وسله وال مخالفین وژلې دي. “
د وسله والو طالبانو په ګډون د ولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcepw8zvjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته