دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 174890
ټاکنو کمیسیون د دوو نورو ولایتونو ولسی جرګې ټاکنو لومړنی پایلې اعلان کړ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د دوو نورو ولایتونو لومړنی پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد نن د  خوست او تخار ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنی پایلې اعلان کړې.
ښاغلي صیاد زیاته کړه، چې له خوست ولایت څخه کمال ناصر اصولي، انجنیز هلمند، غغار خان، موسی خاورین او ساحره شریف ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.
همداراز له تخار ولایت څخه عبدالله، عبدالباقي ملک زاده، محمد عالم ساعي، محمد امین خاکسار، سید اشرف الدین عیني، غلام سرور سادات، حمید الله یولداش، حبیبه دانش او نظیفه یوسف بیګ بریالي شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنو کېسیون پرون د پروان ولایت په اړه د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنی پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې عبدالعزیز همایون هریرود، میر رحمان رحماني، صدیق احمد عثماني، عبدالظاهر سالنګي، ذکیه سنګین او سامعه عزیزي سادات ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.
 
https://avapress.com/vdceoe8z7jh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته