په دغې اعلامیې کې ویل شوي دي، تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په سپین جومات سیمه کې د ملي پولیسو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې په پایله کې یې د قاري احمد په نوم د طالبانو یو محلي قوماندان او څلور نور وسله وال وژل شوي، او شپږ یې ټپیان دي.
اعلامیه زیاتوي چې په دغې نښته کې دوه میله کلاشینکوفونه، یوه اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم د ملي پولیس لاسته ورغلي ملي پولیسو ته په دې نښته کې هیڅ زیان نه دی اوښتی.
هلمند له پاکستان سره په پوله پروت د افغانستان یو سرحدي لوی ولایت دي چې د ناامنیو رپوټونه ترې ورکول کیږي.